د لاس رسي وړ اتصالات

ککړ چاپیریال د شکر ناروغي رامنځته کوي


ککړ چاپېریال په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کې د ۴.۲ میلیونه انسانانو تر وخت مخکې مرګ لامل شوی دی
ککړ چاپېریال په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کې د ۴.۲ میلیونه انسانانو تر وخت مخکې مرګ لامل شوی دی

یوه نوې طبي څېړنه ښيي‌ چې ککړچاپېریال هرکال په نړۍ کې د شکر په ناروغۍ د ۳.۲ میلیونه انسانانو داخته کېدو لامل ګرځي.

د واشنګټن په پوهنتون کې د دغې څېړنې یو څیړونکی زیاد العلي وايي چې په نړۍ کې د شکر په ناروغۍ اخته ۱۴سلنه خلک په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې چاپېریال یې خراب او په خاص ډول په PM 2.5 ککړ دی.

PM 2.5 د یو لړ جامدو ذراتو او کوچنیو څاڅکو ترکیب دی چې په فضا کې معلق پاتې وي‌ او کله ناکله دومره زیات شي‌ چې سړی فکر کوي غبار دي.

تر دې مخکې په نورو څېړنو کې ښودل شوې وو چې ککړ چاپېریال د زړه، سږیو او دا ډول نورو ناروغیو لامل کیږي.

د لنست په ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ککړ چاپېریال په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کې د ۴.۲ میلیونه انسانانو تر وخت مخکې مرګ لامل شوی دی.

ډاکټر علي وايي تحقیق وښوده چې په ککړ چاپېریال کې موجود واړه ذارت د انسان سږو ته ننوځي، په وینو کې یې ګډیږي او بیا د بدن نورو برخو ته ځان رسوي.

محققانو د ککړچاپېریال له کبله د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو د لاملونو د موندلو لپاره ۱.۷ میلیون کسان چې PM 2.5 اخته وو، لیدلي‌ او ارزولي دي.

په دغې څېړنې باندې شاوخوا اته کاله وخت لګېدلی دی. ډېر دا ډول ناروغان په بې وزلو هېوادونو کې دي چې چاپېریال یې ککړ او د ژوند شرایط یې سخت دي.

په تحقیق کې د پاکې انرژۍ، برقي موټرو، لمریزې برېښنا او دا ډولو نورو وسایلو پر استعمال تاکید شوی چې چاپیریال نه ککړوي.

XS
SM
MD
LG