د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې یوه‌ بهرنۍ کارکونکې تښتول شوې


دا په جلال اباد کې د سړي تښتوني دوهمه پیښه ده چې په تیرو دوو میاشتو کې په دغه ښار کې شوې ده.
دا په جلال اباد کې د سړي تښتوني دوهمه پیښه ده چې په تیرو دوو میاشتو کې په دغه ښار کې شوې ده.

چارواکي وایي چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکار په نوم دیوې غیرحکومتي بهرنۍ موسیسې بهرنۍ کارکونکې نن سهار دجلال اباد ښار له څلورمې حوزې څخه وسله والوتښتولې ده.

د ننګرهار د ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکار د موسیسې دغه بهرنۍ کارکوونکې د ګلدوزۍ د برخې مسوله وه چې تېر مازیګر ننګرهار ته په داسې حال کې راغلې وه چې هیڅ حکومتي اداره یې په جریان کې نه وه اچولې .

عطا الله خوږیاڼي وایي دغې ښځې تېره شپه د جلال اباد ښار په سپین غږ هوټل کې تېره کړې وه، چې نن سهار څلور بجې په څلورمه حوزه کې خپل ولایتي دفتر ته ورغلې او له همغه ځایه څلورو نامعلومو وسله والو چې امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن و تښتولې ده.

خوګیاڼی وایي چې په دغه دفتر کې نورې ښځې هم وې خو یوازې همدغه بهرنۍ یې له ځانه سره وړې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد امریکا غږ ته وویل چې دغه بهرنۍ کارکونکې د استرلیا هېواد اوسېدونکې ده او وسله والو تښتولې ده .

مل پاسوال زړور زاهد وایي چې د دغې قضیې په شک یې اته کسان نیولي چې ورڅخه پلټنې روانې دي.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان زیاتوي چې په ټوله کې دغه پېښه دخپلسرۍ له امله شوې ده.

تر اوسه کوم چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې بهرنۍ کارکونکې داختطاف کولو مسولیت نه دی منلی.

په دې وروستیو کې د ننګرهار او ځانګړې توګه جلال اباد ښار کې انسان تښتونې زیاتې شوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د قاضی القضات پلار هم نا معلومو وسله والو تښتولی و چې وروسته افغان امنیتي ځواکونو د عمیلیاتو په ترڅ کې راخوشې کړ.

XS
SM
MD
LG