د لاس رسي وړ اتصالات

د دوستم ګوند: هغه کسان چې له طالبانو سره یو ځای کېږي، زموږ د ګوند غړي نه دي


عبدالرشید دوستم او نظام الدین قیصاري
عبدالرشید دوستم او نظام الدین قیصاري

څو ورځې وروسته له هغې چې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي ملي جنبش د ګوند یو لوړپوړی غړی نظام الدین قیصاري د طالبانو په بلنه بیرته افغانستان ته ولاړ، دغه ګوند نن د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ ۷) وویل هغه کسان چې د طالبانو سره یوځای کیږي، نور ددې ګوند غړي ندي.

وروسته له هغې چې د مزارشریف ښار طالبانو ونیو، قیصاري ددې ډلې د جنګیالیو له خوا ونیول شو، خو بیرته خوشې شو او بیا ایران ته ولاړ.

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش د ګوند دغه قوماندان د جون د میاشتې په ۲۶ بیرته افغانستان ته لاړ او په هغو خبرو کې چې د رسنیو سره یې کړي پر عبدالرشید دوستم باندې یې انتقاد وکړ.

سره له دې چې ملي جنبش د قیصاري نوم ندی اخیستی، خو ویلي یې دي چې ددې ګوند هغه شمیر غړي چې "د خپلو حقیرو شخصي ګټو په خاطر د طالبانو د نامشروعې واکمنۍ تر څنګ دریدلي" د ګوند له غړیتوب څخه ایستل کیږي.

پدې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کسان "حق نلري چې د ګوند د نوم، ملت په ځانګړې توګه د ترک توکمو استازیتوب وکړي".

قیصاري چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه او بیا د خلکو د پاڅون د قوماندان په توګه فعالیت درلود د جمهوریت په وخت کې د امنیتي مقاماتو د ګواښلو په تور ونیول شو، خو بیا د عبدالرشید دړستم په منځګړیتوب خوشې شو.

د جنرال دوستم د هغه وخت د دفتر رئیس عنایت بابر فرهمند، د قیصاري د خوشې کیدو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه هغه "قهرمان" ګڼلی و.

پدې وروستیو کې یو شمیر پخواني افغان مقامات د طالبانو په بلنه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په یوه تازه پیښه کې نن د لغمان پخوانی والي او د پوهنې وزارت پخوانی سرپرست آصف ننګ هم افغانستان ته ولاړ.

له دې دمخه، د افغانستان د پوهنی پخوانی وزیر فاورق وردک، او له هغه مخکې یو شمیر نور پخواني مقامات د طالبانو په بلنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG