د لاس رسي وړ اتصالات

فاروق وردګ هم کابل ته ستون شو، طالبان وايي نور پخواني چارواکي یې هم وربللي


له «افغان شخصیتونو» سره د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون هېواد ته د پوهنې او په دولتي چارو کې د دولت پخواني وزیر فاروق وردګ د ستنېدو خبر ورکړ.

فاروق وردګ نن چهارشنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) افغانستان ته په ستنېدو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د «یو شخص عزت په خپل هېواد کې» وي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه چې ګڼ شمېر سیاسي شخصیتونه چې اوس په متحدو عربو اماراتو، اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو کې مېشت دي لېوال دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه وویل چې یو شمېر افغانانو له نوموړي څخه غوښتي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو زمینه ورته برابره کړي، خو ویې ویل چې ډېر کم شمېر نور بیا نه غواړي چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړه: «د انسان عزت په خپل هېواد کې دی. انسان له خپل هېواد پرته په نورو ځایونو کې عزتمند نه وي. زه چې په خپل هېواد کې یم د عزت احساس کوم، ویاړ کوم او د خوښۍ احساس کوم.»

د طالبانو حکومت لخوا له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د کار له پیلېدو سره تر دا مهاله یو شمېر پخواني چارواکي چې د تیر نظام په سقوط کې له هېواد څخه وتلي وو بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.

طالب چارواکو ویلي چې پر ښاغلي وردګ سربیره د دفاع وزارت د پخواني ویاند دولت وزیري او برېښنا شرکت پخواني رئیس امان الله غالب، د امنیت شورا د پخواني سلاکار انتظار خادم او د ترانسپورت پخواني وزیر حسن مبارک عزیزي په ګډون د دفاع وزارت یو شمېر پخواني منسوبین بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادونې وړده چې فاروق وردګ، امان الله غالب او دولت وزیري هغه کسان دي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په وروستیو کې دولتي دندې نه لرلې.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وویل چې کابل ته د افغان شخصیتونو او سیاسیونو د ستنېدو لړۍ روانه ده او په خبره یې په راتلونکې کې به یو شمېر نور کسان هم افغانستان ته ستانه شي.

د دغه کمیسیون غړو له افغان سیاسیونو او پخوانيو چارواکو څخه غوښتي چې په هېواد کې به ښه شرایط ورته برابر کړي او هغوی باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې کابل ته په ستنېدو خوشاله دی او په خبره یې په دې برخه کې له طالب چارواکو څخه مننه کوي.

بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح چې خپله هم له هېواد څخه بهر دی د طالبانو په بلنه هیواد ته د پخواني چارواکو پر ستنېدو انتقاد کړی دی.

خو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار شاه حسین مرتضوي هېواد ته پر ستنېدونکو شخصیتونو د یو شمېر کسانو انتقادونو ته په اشاره ویلي چې هیواد د ټولو دی او غېږه یې باید په هر ډول شرایطو کې د ټولو پر مخ خلاصوي.

هغه زیاته کړې چې نه باید هغه کسان ملامت شي چې د وطن غېږې ته ستنېږي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړې: «دا هېواد د ټولو دی او د هېواد غېږه باید د ټولو لپاره په هر ډول شرایطو کې خلاصه وي. ټول باید په هېواد کې له خپلو اساسي حقوقو څخه برخمن وي.»

په افغانستان کې د پخواني نظام د سقوط په درشل کې ګڼ شمېر لوړپوړي او ټیټ پوړي افغان چارواکي له هېواد څخه ووتل، د بشري حقونو ځینې سازمانونه وايي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د مخکني حکومت یو شمېر عسکر او پوځي منصوبین نیولي، شکنجه کړي، وژلي، ژوبل کړي او تري تم کړي دي.

XS
SM
MD
LG