د لاس رسي وړ اتصالات

یو فرانسوی د یوې ښځې د وهلو په تور په بند محکوم شوی


په پارس کې یو سړي د یوې کیفی مخی ته یوه ښځه ووهله چې د دغې پیښې ویډیو په فیس بک په زرگونو کسانو وکتله او دغه حمله یې وغندله

د فرانسې پولیسو د دغې ویډیو د وایرل کیدو وروسته دغه کس چې فیراس نومیږي، ونیوه او محکمې ورته د شپږو میاشتې بند سزا ورکړه.

ماریه لگوري چې یوه زدهکونکې ده، په خپل ځان د دغې برید ویډیو د جولایي په ٢٥ په فیس بک شریکه کړه چې یې سخت غبرگون وپاروه او خلکو د حکومت نه په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورونو په ضد د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

محکمې په خپله پریکړه کې وویل چې فیراس د خپلو اعمالو مسولیت لري او د بند برسیره به د ٢٣٠٠ ډالرو جریمه هم شي.

د ماریه لگوري وکیل وویل چې ماریه ځکه دغه ویډیو په فیس بک واچوله چې هغه په راتلونکي کې دا ډول حرکت و نه کړي. هغې وویل چې هم دغه د هغې بری دی.

XS
SM
MD
LG