د لاس رسي وړ اتصالات

یوې جرمنۍ لیکوالې د پښتو څخه جرمني ژبې ته لسګونه کتابونه ژباړلي


جرمنۍ لیکوالې انګریډ وون هایسلر د خان عبدالغفار خان او غني خان د کتابونو په ګډون د پښتنو مشهورو لیکوالانو او شاعرانو لږ تر لږه ۲۰ کتابونه جرمني ژبې ته ژباړلي دي.

نوموړې د جرمني په بن ښار کې "د افغانستان معلوماتي مرکز" بنسټ سره په همکارۍ دا کار کړی دی. یاد بنسټ د دې مېرمنې د هڅو د ستاینې لپاره مراسم نیولي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ په استازیتوب یې ستاینلیک ورکړی دی.

هایسلر چې پخپله د عدم تشدد فلسفې لاروۍ ده، وایي خوشحاله ده چې په افغانستان او پښتنو کې یې هم د پاچا خان په څېر د عدم تشدد فلسفې یو مبارز وموند.

نوموړې وايي: "زه د افغانستان او پاچا خان په اړه ډېره نه پوهېدم خو کله چې دلته له افغانانو او پښتنو سره اشنا شوم نو ما د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او خپلو خلکو ته د هغه د ښه فکر په اړه واورېدل او زه دې برخه کې لاس په کار شوم."

د مېرمن هایسلر لخوا ژباړل شوي څو کتابونه
د مېرمن هایسلر لخوا ژباړل شوي څو کتابونه

مېرمن هایسلر له پښتو لنډیو او پټې خزانې سربېره، د رحمان بابا د شعرونو دیوان، د پښتو متلونه او ګل پاچا الفت غوره نثرونه هم جرمني ژبې ته ژباړلي دي.

هغه وايي، ښه احساس لري چې له پښتنو سره اشنا شوې او په مرسته یې دومره کتابونه جرمني ژبې ته ژباړلي دي.

نوموړې زیاتوي: "د پاچا خان په کتابونو کې د عدم تشدد، سولې، زده کړو او په اسلام کې د منځلارۍ په اړه ډېر څه وو. همدارنګه د ګل پاچا الفت په کتابونو کې ډېرې خبرې وې چې پرته له جنګ او تشدده د ټولنې د پرمختګ لپاره په کارېږي. پښتو لنډۍ زما لپاره جالبې وې."

مېرمن هایسلر وايي په افغانستان کې د افغانو ښځو په تړاو د طالبانو بندیزونو خواشینې کړې او غوښتنه کوي چې افغانې ښځې له انساني ژونده برخمنې شي.

هایسلر وايي: "ښځې د ټولنې په پر مختګ او مبارزه کې مهم رول لري. زه هیله لرم چې هلته د ښځو ښوونځي خلاص شي او هغوی له زده کړو او نورو ازادیو برخمنې شي."

انګریډ وون هایسلر لومړنۍ بهرنۍ میرمن ده چې د پښتو ادبیاتو دومره کتابونه یې جرمني ژبې ته ژباړلي دي. هغه وايي، په انګلیسي او نورو ژبو باندې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو د ژباړل شویو کتابونو په مرسته یې دا کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG