د لاس رسي وړ اتصالات

د 'غم سره د مقابلې' کتاب لیکواله د خپل مېړه د قتل په تور ونیول شوه


کوري ریچنز منلې چې خپل مېړه ته یې زهر ورکړي دي.
کوري ریچنز منلې چې خپل مېړه ته یې زهر ورکړي دي.

په امریکا کې یوه ښځه چې د خپل مېړه له مړینې څو میاشتې وروسته یې د عزیزانو د مړینې له غم سره د مبارزې په اړه کتاب لیکلی و، د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده.

کوري ریچنز په ۲۰۲۲ کې خپل د "ایا تاسو زما سره یاست؟" په نوم کتاب له هغه څو میاشتې وروسته چاپ کړ چې د هغې مېړه ایریک ریچنز د یوتا په ایالت کې د خوب په خونه کې مړ وموندل شو.

کوري ریچنز پولیسو ته ویلي چې هغې خپل مېړه ته په بستره کې په اوبو کې زهر ګډ کړي وو او وروسته یې وموندل چې هغه مړ شوی و.

د ایریک د جسد د عدلي طب څېړونو وښودله چې د هغه په بدن کې د فینټینیل په نوم مخدره مواد له هغه اندازې څخه پنځه چنده زیات وو چې د انسان د مرګ سبب کیږي.

دا مخدره مواد د درد د ارامولو د درملو په توګه هم استعمالیږي. څارنوالانو معلومه کړې چې کوري ریچنز له خپل یو ملګري څخه غوښتي وو چې د درد قوي درمل ورته پیدا کړي. هغې د فینټینل ۳۰ ګولۍ ترلاسه کړې وې.

د قضیې د څېړنو اسناد ښيي چې له مرګ څو ورځې وړاندې د هغې مېړه خپل یو ملګري ته ویلي وو چې ښځه یې هڅه کوي چې هغه په زهرو مړ کړي.

د ریچنز د کتاب په اړه، چې د هغې د میړه له مړینې نږدې یو کال وروسته خپور شوی، یو مخ کتونکي ویلي چې په متن کې یې "خوښي او ډاډ" احساسیږي.

په مخکتنه کې ویل شوي چې د هغې کتاب "د یوې مینه ناکې مور لخوا لیکل شوی چې له غم سره مخامخ شوې، او پکې د [عزیزانو له غم سره مخامخ] ماشومانو ته د ډاډ او سکون ورکولو هڅه شوې ده."

مخکتنه زیاتوي: "ایا تاسو زما سره یاست" کتاب د یو ماشوم کیسه کوي چې خپل پلار یې له لاسه ورکړی، او دې ماشوم ته یادونه کوي چې د پلار روح یې د یوې فرشتې په څېر پر هغه پام ساتي."

کوري ریچنز له خپل مېړه ایریک سره له واده وروسته نهه کاله ګډ ژوند کړی او ورڅخه درې زامن لري.

'خپل مېړه څنګه ووژنئ؟'

د کوري ریچنز له قضیې یو کال مخکې، په امریکا کې یوه بله مېرمن د "خپل مېړه څنګه ووژنئ؟" په نوم د کتاب له خپرولو وروسته د خپل مېړه د قتل په جرم زنداني شوه.

فرانس پرس لیکي، د نانسي کرمپټن بروفي په نوم مېرمن د اوریګن په ایالت کې خپل مېړه د هغه د کار په ځای کې په ډزو وژلی و، په دې تمه چې د هغه د ژوند د بیمې سلګونه زره ډالر ترلاسه کړي.

د ناولونو دې لیکوالې د "ناوړه مېړه" او "غلط عاشق" په نوم کتابونه هم چاپ کړي دي. په امنیتي کامرو کې هغه لیدل کیږي چې د خپل مېړه د قتل په ځای کې په موټر کې شاوخوا ګرځي. نوموړې وروسته په تحقیقاتو کې وویل چې په یاد یې ندي چې هغه ځای ته ورغلې وي او یا ښايي ددې دپاره تللې وي چې د بل ناول د لیکلو دپاره سوژه یا موضوع پیدا کړي.

ددې مېرمنې د ژوند داستان په یو فلم کې تصویر شوی. د "خپل مېړه څنګه ووژنئ؟" په نوم دا امریکايي فلم د جنوري په میاشت کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG