د لاس رسي وړ اتصالات

معترضو ښځو بیا د طالبانو د حاکمیت او روان وضعیت پر وړاندې اعتراض وکړ


د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو یو خوځښت یو ځل بیا د بندو دروازو شاته په یوه اعتراضي غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو په وضعیت اعتراض کړی دی.

د افغان میرمنو ددغه خوځښت یو شمیر غړو د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴(جوزا ۲۴) په سرتړلې ودانۍ کې د " حق، عدالت، ازادي"، " زمونږ اواز برحقه دی"، د طالبانو ځای دوزح دی" او نه تروریزم ته او نه افراطي افکارو ته" پر تابلوګانو باندې لیکل شوي شعارونه زمزمه کړل.

ددغه خوځښت د غړو د وینا پر اساس طالبان د دین او شریعیت تر نامه لاندې پر ښځو باندې د محدودیتونو د لګولو پرته په بل څه فکر نه کوي.

دغو اعتراض کوونکو ښځو وویل:" په داسې حال کې، چې د خلکو اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي، د سوالګرو شمیر مخ په زیاتیدو دی، د افغانستان په هرځای کې هیڅوک روحي او فزیکي امنیت نلري، دا معلومه نه ده، چې سرپرست حکومت به تر کوم وخت پورې سرپرست حکومت وي، جنسیتي، قومي، ژبنی او مذهبي تبعیض اوج ته رسیدلی دی، مونږ له دغه وضعیت څخه ستړي شوي یو".

دغو ښځو وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یوه ورځ ورباندې د یو کال په څیر تیریږي.

همداشان دغو اعتراض کوونکو ښځو له خلکو وغوښتل، چې ددغو ښځو د ادعا له مخې د "طالبانو د ظلم او استبداد" پر وړاندې د افغانستان د ښځو په څنګ کې ودریږي او له هغوی ملاتړ وکړي.

دغو افغان میرمنو خپل دغه اعتراض په داسې حال کې کړی، په دې وروستیو ورځو کې یو شمیر معترضو ښځو د ټولنیزو شبکو له لارې په یو کمپاین کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي.

دغو میرمنو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې په رسمیت ونه پیژني، ځکه، چې ددغو میرمنو د وینا پر اساس د طالبانو رسمیت پیژندل به د جنیستي تبعیض په رسمیت پیژندل اوسي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسیدلي دي، چې واک د رسیدلو سره سم یې په خلکو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو باندې په دوامدار ټول محدودیتونه لګولي دي.

د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز، پر ښځو او نجونو باندې پارکونو، ورزشي ځایونو، عمومي حمامونو، محرم پرته د سفر د محدودیتونود لګولو تر څنګ طالبانو په دولتي، غیر دولتي او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.

ملګرملتونو ویلي، چې " دغه حکمونه، هدایات او قوانین د عاید د ترلاسه کولو، روغتیايي خدمتونواو زده کړو ته د ښځو او نجونو لاس رسی، د تاوتریخوالي څخه د نجونو او ښځو د تیښتې او د هغوی حقونو کارول محدودوي.

طالبان ادعا کوي، چې ښځو حقونو ته درناوی کوي او د نجونو او ښځو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو لپاره په کړنلاره باندې کار کوي.

خو د اوږدې مودې د تیریدو سره سره په دې برخه کې کوم پرمختګ نه شوی.

XS
SM
MD
LG