د لاس رسي وړ اتصالات

معترضي ښځې: له طالبانو ملاتړ د افغان میرمنو له حقونو سرغړونه ده


د افغانستان د سیاسي مشارکت په نوم د افغان میرمنو د یوې شبکې یو شمیر غړو ملګري ملتونه د طالبانو سره د تعامل په برخه کې په دوه ګوني چلند تورن کړي او د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې یې ددغې ادارې کړنې غندلي دي.

ددغې شبکې یو شمیر غړو د جمعې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا پنځم) په کابل کې په یوې اعتراضي غونډه کې، طالبانو سره د ملګرو ملتونو په تعامل باندې انتقاد وکړ.

دغو میرمنو د بندو دروازو شاته په دغه غونډه کې، چې ویډیوي یې د امریکا غږ سره شریکه شوې د "طالبانو څخه ملاتړ د ښځو د حقونو څخه سرغړونه ده" ، " ملګري ملتونه دې د طالبانو څخه ملاتړ بند کړي"، "طالبان جلاد، سازمان ملل شیاد، شرم باد شرم باد" او طالبان په رسمیت مه پیژنئ" شعارونه ورکول.

دغو میرمنو په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو کړنو ته په پاملرنې ادعا وکړه، چې د طالبانو غړو په دغه موده کې د بشري حقونو څخه د څرګندو سرغړونو، وژنو او جبري ودونو تر څنګ د افغانستان د طبیعي شتمني هم لوټ کړې ده.

دغو میرمنو وویل: "ددغې ډلې څخه د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو هر ډول ملاتړ د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان د داخلي قوانینو سره په ټکر کې دي".

دغو اعتراض کوونکو ادعا وکړه، چې په تیرو دوو کلنو کې ملګرملتونو د افغانستان خلکو سره د مرستې تر نامه لاندې طالبانو سره پټې اړیکې ساتلې، چې اوس دا اړیکې په دې وروستیو شپږ میاشتو کې ډیرې څرګندې شوي دي.

دغو میرمنو وویل: "مونږافغانان د افغانستان په اړه د بشري حقونو د ادارو او د روان وضعیت څخه ستړي شوي یو، د اعتراض په توګه او د عدالت او د خپلو غوښتنو لپاره چغې وهو. د افغانستان خلک هیڅکله د طالبانو تروریستي ډله په رسمیت نه پیژني".

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې غړې ترنم سادات امریکا غږ ته وویل، چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې "یونیسف" په ګډون ددغې ټولنې ځینو ادارو ویلي، چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او روان وضعیت سره، چې د طالبانو د کړنو زیږنده دی جوړجاړی کوي.

میرمن سادات وویل: "متاسفانه ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ددې پر ځای، چې افغانستان کې د ښځو ترڅنګ ودریږي، د افغانستان د خلکو په څنګ کې وي په غیر محسوس ډول او په دې وروستیو کې په ډیر څرګند ډول د طالبانو په څنګ کې ولاړ دي او د طالبانو څخه ملاتړ کوي او ورو ورو دې پایلې ته رسیږي، چې د طالبانو سره جوړ جاړی وکړي او په رسمیت یې وپیژني".

خو ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو رسمیت پيژندل ددې ټولنې د منشور له مخې د غړو هیوادونو کار دی.

په دې وروستیو اونیو کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" او د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" ویلي و، چې افغانستان کې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره به په دغه هیواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تیره ورځ په تخار کې یو شمېر اعتراض کوونکو ښځود یو لاریون په ترڅ کې وویل، چې ښځې له ټولنې حذف کیدونکې ندي او له طالبانو یې غوښتل، چې دوی ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.

دغو اعتراض کوونکو مېرمنو، چې د تخار د ښځو د یووالي او پیوستون د څپې غړې دي، د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي ۴) په تالقان ښار کې یو لاریون وکړ.

لاريون کوونکو په دغه لاريون کې د "ډوډۍ، کار، ازادۍ"، "تعليم زموږ حق" او "پریږدئ چې زده کړې وکړو" شعارونه ورکول.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې وویل چې په دغه لاریون کې د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو استادانو، محصلینو او هغو زده کوونکو ګډون کړی چې له زده کړو څخه محروم شوي دي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې دا حرکت له یو کال راهیسې رامنځته شوی او دوی د طالبانو د کړنو پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د هغې په وينا، په ننني لاريون کې شاوخوا څلوېښتو نجونو او مېرمنو برخه اخيستې وه.

دغې مظاهره کوونکې مېرمنې وویل، ښځې له ټولو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي صحنو څخه ایستل شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې "موږ ته د کار، ازاد ژوند او د زده کړو حق راکړل شي".

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن کیدو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي. دغې ډلې نه یوازې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او حتی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز لګولی، بلکې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د زده کړو مخه هم نیولې ده.

خو بیا هم طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره کار روان دی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG