د لاس رسي وړ اتصالات

یوه بریدګر بریتانیا کې شپږ تنه ووژل


د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره بریټي پاټل دا ډله ایزه وژنه تائیدوي او هغه یوه ټکان ورکوونکې پیښه بولي.

د بریټانیا پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ‌دي چې د شکمن کس په ګډون دوه میرمنې او درې نارینه د پیښې په سیمه کې د ټپونو له امله ساه ورکړه او یوه میرمن روغتون ته له رسیدو لږ وروسته مړه شوه.

رویټرز خبري آژانس د بریتانیا د‌پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دا برید له ترهګرۍ سره تړاو نلري.

پولیسو ویلي دي‌ چې برید په سیمه ایز وخت د ماښام په ۰۶:۱۰ دقیقو شوی دی.

شاروون ترنر چې ۵۷ کاله عمر لري او د پيښې په سیمه کې ژوند کوي د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي‌ دي‌ چې یوه وسله وال کس پر یوې ځوانې مور او د هغې پر پنځه کلنې لور له برید مخکې د یوه کور ور په لغته وواهه.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریدګر له برید وروسته له سیمې وتښتید او وروسته یې بیا همدې سیمې ته نږدې په یوه پارک کې دوه تنه چې خپل سپي یې بیرون ایستلي وو ، په ډزو وویشتل.

بریتانیا د نړۍ یو له هغو محدودو هیوادونو دی چې وسله وال بریدونه او ډله ایزې وژنې په ندرت پکې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG