د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په کابل کې یو خبریال وژلی 


وسله والو په کابل کې خبریال طوفان عمري وژلی دی
وسله والو په کابل کې خبریال طوفان عمري وژلی دی

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې نا معلومه وسله والو افغان خبریال او د لویې څارنوالۍ برحاله کارکوونکی طوفان عمري وژلی دی.

لویه څارنوالي وايي چې نن یکشنبه اګست ۸ (زمری۱۷) د کابل په ده سبز کې د عدلي ‌مرکز او د بګرام د زندان د موظفو څارنوالانو په موټر وسله وال برید شوی دی.

د لویې څارنوالي په اعلامیې کې راغلي دي چې په دې برید کې طوفان عمري او یو بل موظف څارنوال سید کاظم وژل شوي او یو بل څارنوال ژوبل شوی دی.

لویې څارنوالۍ دا برید غندلی او هغه یې د «بشري جنایت، د عدالت، سولې او د افغانستان د خلکو له ثبات سره دښمني بللې ده.»

طوفان عمري د پکیتا غږ د سیمه ایزې راډیو د نشراتو مسئول هم و او د ازادو رسنیو د ملاتړ له ادارې (نۍ) سره یې هم کار کاوه.

نۍ د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې دا مسئله دې جدي‌ تعقیب کړي او عاملانو ته دې سزا ورکړي.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی. څو ورځې مخکې نا معلومه کسانو په کابل کې د طوفان عمري ورور زحل عمري هم وواژه او لا هم د هغه د قتل علت او قاتلان معلوم نه دي.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی هېواد بلل کیږي او د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ پورې لږ تر لږه ۳۳ خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG