د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې په لومړي ځل زندانیانو ته کتابتون جوړ شو


د ننګرها په محبس کې هم زندانیانو ته کتابتون پرانیستل شوی
د ننګرها په محبس کې هم زندانیانو ته کتابتون پرانیستل شوی

دلغمان محبس کې د بندیانو د مطالعې لپاره تازه جوړ شوي کتابتون ته ځينو ټولنیزو فعالانو د فیسبوک کمپاین له لارې تر ۲۲۰۰ کتابونه راټول کړل او د زندان دننه په یوه لویه خونه کې یې ځای پر ځای کړي دي.

د لغمان محبس مدیر سمونیار محمد خان نیازي امریکا غږ ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې تر درې سوه زندانیانو ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکړل شوي دي.

نوموړي امریکا غږ ته زیاته کړه:" په دې کتابتون کې تر دوه ویشت سوه کتابونه اوس شته دی. تر دوه دوه نیم سوه کسانو دې څلورو ورځو کې له دې کتابتون څخه کتابونه وړي چې مطالعه یې کړي."

نوموړی وايي دغه کتابونه تر ډېره ټولنیزو فعالانو، لیکوالانو او فرهنګي مشرانو راټول کړي او دلته یې راوړي دي."

دا په ختیځ کې د ننګرهار له محبس وروسته دویم کتابتون دی چې د دلیکوالو او ټولنیزو فعالانو د کمپاین په پایله کې جوړېږي. د ننګرهار محبس کتابون هم د ټولنیزو فعالانو د رضاکارانه کمپاین پر مټ جوړ شوی دی.

په محبس کې زنداني عبد الطیف ځلاند چې د کتابتون مسول ټاکل شوی وايي که یې پخوا دغه ډول کتابتون وای نو په وطن او نړۍ کې روانو ډېرو حالاتو به خبر شوي وای، خو اوس هم دا چاره غنیمت ګڼي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "زه له ټولو هغو خلکو او فرهنګیانو څخه مننه کووم چې دا کتابونه یې راوړل او زموږ د مطالعې لپاره یې دلته راټول کړل. موږ به یې ولولو او علم کې به مو زیاتوالی راشي."

پنځه دېرش کلن مجاهد چې "پرپښتنو د تاریخي جبر دوره" په نوم کتاب لولي وايي، نمايي ته رسولی او اوس په دې خبر شو چې په وطن کې تېرې او روانې جګړې پر افغان ولس تپل شوې او پردۍ دي.

نوموړي وویل "زه غواړم چې ټول تاریخي او د وطن د میني کتابونه ولولم، پخوا مې زړه غوښتل خو کتابونه نه وو، اوس ښه شو تیار دي نو زه به یې حتمآ مطالعه کړم."

زندانیان وايي که ځينې نور تاریخي او دیني کتابونه هم دغه کتابتون ته ور وړل شي او دوی یې ولولي نو په زندانیانو کې د راتلونکي لپاره فکري بدلون پیدا کېدای شي.

XS
SM
MD
LG