د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د فلادیلفیا په ښار کې جمعه جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۲) یوه وړه الوتکه چې د ناروغانو او زخمیانو د لیږد رالیږد لپاره ترې کار اخیستل کیږي، لویدلې.
لویدلې الوتکه د جیټ ایر امبولانس شرکت پورې اړه لري او مسؤلین وایي چې په الوتکې کې څلور عمله، یو ماشومام او د ماشوم پای واز سپاره و.
دې شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په الوتکې کې د هیڅ سپاره کس ژوندي پاتې کیدل ندي تائید شوي.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ټولنیزې شبکې کې په پیښې خفګان څرګند کړی. ښاغلي ټرمپ لیکلي، "بې ګناه روحونه له لاسه تللي". جمهور رئیس همدارنګه د عاجلو خدماتو عمله ستایلې او لیکلي چې "زمونږ خلک لاس په کار شویدي".
د هوایي چلند فدرالې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د Learjet 55 په نامه دا وړه الوتکه په سیمه ایز وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو داسې سیمې کې لویدلې چې ډیر خلک پکې ژوند کوي.
ها خوا بیا سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې ګڼ شمیر خلک د الوتکې لویدو له کبله ټپي شوي هم دي خو د شمیر په هکله یې معلومات ندي ورکړي.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې الوتکه د خلکو د اوسیدو په ځای لویدلې او دا چې لږ تر لږه یو کور او یو موټر اور اخیستی.
الوتکه د جمعې په ورځ داسې مهال لویدلې چې د پنسلوانیا ایالت په ګډون د امریکا په څو ختیځو ایالتونو کې باران وریده.
دا په روانې اوونۍ کې دویمه الوتکه ده چې په متحده ایالاتو کې لویږي.
یوه مسافر وړونکې الوتکه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د ریګن هواي ډګر سره نږدې د یوې پوځې هیلکوپتر سره وجنګیده او په دواړو الوتکو کې ۶۷ تنه ووژل شول.
څېړونکو د جمعې په ورځ وویل چې د پوټامیک په سیند کې د مسافر وړونکې الوتکې "تور بکس" موندل شوی دی. دا الوتکه د واشنګټن ډي سي ترڅنګ په رونالډ ریګن هوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال له یوې پوځي هلیکوپتر سره وجنګېدله او دواړه الوتکې سیند ته ولوېدلې.
د اطفائیې چارواکي وايي د تحقیقاتو لپاره د الوتکې د نورو برخو لټون دوام لري.
امریکن هوايي شرکت تائید کړې چې له کنزاس ایالت څخه پایتخت واشنګټن ته په تلونکې الوتکې کې ۶۰ مسافر او څلور عمله ناست وو. د امریکا پوځ هم وايي چې د دوی په بلک هاک ډوله څرخي الوتکې کې درې تنه سپاره وو.
فدرالي او محلي چارواکو پنجشنبې وویل چې په دواړو الوتکو کې د ۶۷ کسانو څخه هیڅوک ژوندي ندي پاتې شوي.
فورم \ دبحث خونه