د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ګردي غوث جومات په بمونو الوځول شوی


په وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې په جوماتونو کې چاودنې ز یاتې شوي دي.
په وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې په جوماتونو کې چاودنې ز یاتې شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تیره شپه نامعلومو وسله والو د مومندرې په ولسوالۍ کې د ګردي غوث د زیات جومات په ماینونو الوځولی چې ورسرهد زیارت یوې برخې ته هم زیان رسیدلی دی.

دننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږاشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث زیارت جومات ته تېره شپه د نامعلومو کسانو لخوا ماینونه اېښودل شوي چې د چاودنو په پایله کې د جومات ‌‌‌‌‌‌ډېرې برخې ړنګې شوي او پکې سلګونه قران شریفونه او نور دیني کتابونه هم سوځېدلي دي.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې د جومات ‌‌‌‌‌‌ډېرې برخې تخریب شوي دي

نوموړی وايي چې د جومات خوا کې یو زیات هم و چې هغه هم یو څه زیانمن شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي شکیل احمد امریکا غږ ته وویل چې دا په تېرو دوو اونیو کې دویمه پېښه ده چې رامنځ ته کېږي، مخکې اونۍ کې د جمعې د لمانځه په وخت محراب کې چاودنه وشوه، اوس دا وشوه.

نوموړي وویل چې حکومت باید د مذهبي ځایونو د امنیت خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

تر اوسه اوسه لا معلومه نه ده چې په جومات کې دغه ماین چاودنې چا یا کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې کړي.

تېره ورځ جلال اباد ښار کې یو دیني عالم هم نا معلومو وسله والو وژلی و.

دوه اونۍ وړاندې د مومندې ولسوالۍ کې په یو جومات کې چاودېدونکي توکي هم ځای پر ځای شوي وو چې د جومات امام پکې وژل شوی او نهه لمونځ کوونکي یې زخمیان کړي وو.

په تیرو دوو کلونو کې په ننګرهار کې پر جوماتونوبمي بریدونه زیات شوي دي.

په دې موده کې په دغه ولایت کې یو شمیر زیارتونه همپه بمونو الوزول شوي دي.

XS
SM
MD
LG