د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په افغانستان کې به نوی اساسي قانون جوړ شي


په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي او ویاند سهیل شاهین د چین له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې به نوی اساسي قانون تدوین او تائید شي.

ښاغلی شاهین وایي اوسمهال د یوه همه شموله حکومت پر جوړیدو چې ټول افغانان پکې ځانونه وویني، خبرې اترې روانې دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه:" اوسمهال د قدرت تشه ده. د هیڅ ډول ټاکنو لپاره وخت نشته. اساسي قانون نشته. نوی اساسي قانون به تدوین او تائید شي. زیات کار په مخ کې دی او دا به وروسته وشي. خو اوسمهال یو همه شموله حکومت ته اړتیا شته. بنا له سیاسي څېرو او آزادو افرادو او همدارنګه زموږ د جګپوړي رهبري ترمنځ به د خبرو په نتیجه کې دا ګډونوال وټاکل شي."

سهیل شاهین په دې مرکه کې ویلي دي چې ټول افغانان د یوه نوې همه شموله اسلامي‌ دولت په جوړښت کې په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي وویل:"په روانو خبرو کې ټول افغانان په پام کې نیول کیږي. ټول افغانان په پام کې نیول شوي، خو وروسته به یو شمیر کسان په راتلونکي حکومت کې چې مناسب وي انتخاب شي. دا عمومي کاري چوکاټ دی، هغوی به انتخاب او بیا به ټولو ته اعلان شي."

په داسې حال کې چې د طالبانو دغه چارواکي د همه شموله حکومت په جوړیدو ټینګار کړی خو مشخصه کړې یې نده چې له کومو کسانو سره خبري روانې دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې واکمنئ پرمهال اساسي قانون نه درلود او هغوی د هغه تفسیر له مخې چې له اسلام څخه یې درلود پر خلکو واکمني کوله.

د طالبانو ویاند په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته پناه یوړه او وروسته بیا د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د قانون له مخې د جمهوري ریاست سرپرسي پر غاړه اخلي.

بلخوا د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د طالبانو پر ضد د مقاومت د پیل خبر ورکړی.

احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پست کې خپره شوې ویلي‌ چې طالبان یوازې د افغانستان د خلکو ستونزه نده. هغه وایي‌ پر افغانستان به د طالبانو تسلط ددې لامل شي چې دا هیواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټنځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر دیموکراسي د بریدونو طرحه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG