د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال یوه الوتکه ورکه شوې؛ ۲۲ تنه په کې سپاره وو 


دا الوتکه د دغې پېښې نه دی. تصویر: ارشیف

په نیپال کې چارواکي وايي نن یکشنبه مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) یوه مسافر وړونکي الوتکه، چې ۲۲ تنه په کې سپاره وو، لادرکه شوې او خرابې هوا د لټون عملیات ستونزمن کړی دی.

د «ټویټ اوتر» په نامه الوتکه، چې د «تارا» هوايي شرکت له لورې چلول کېدله، د «پوخارا» له ښار څخه د «جومسوم» په لوري روانه وه چې له پرواز ۱۵ دقېقه وروسته یې له هوايي ترافیک سره تماس پرې شوی دی.

د تارا هوايي شرکت ویاند سودارشن بارتولا د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «هڅه کوو هغه سیمه ومومو چې ممکن دا الوتکه په کې وي. د پولیسو او پوځ د لټون او ژغورنې ډلې په هماغه لوري خوځېدلي دي.»

نوموړي وویل چې په الوتکه کې ۱۹ مسافر او درې د الوتکې عمله سپاره وو. په مسافرو کې دوه جرمني، څلور هندي سیلانیان او نور یې نيپالي سیلانیان دي چې د جومسوم سیاحتي سیمې ته روان وو.

د نیپال هوايي صنعت په دې وروستیو کې غوړېدلی دی او هغو سیمو ته، چې تګ ورته سخت دی، د بهرنیو سیلانیانو په ګډون خلک او مواد انتقالوي.

د نیپال د کورنیو چارو وزارت ویاند فانیندرا ماني پوخاریل وویل چې دوې څرخي الوتکې د لټون عملیات کوي. هغه زیاته کړه: «بد موسم د لټون عملیات ستونزمن کړی. هېڅ شی هم نه مشاهده کېږي، لیدل سخت دي.»

د کافي روزنې او خوندیتوب د نشتوالي له کبله د نیپال هوايي صنعت ډېر خوندي نه ګڼل کېږي او له همدې کبله اروپايي ټولنې په خپلې فضا کې د نیپال د هوایي شرکتونو پروازونه بند کړي ‌دي.

په نیپال کې د سختې واورې له کبله معمولآ د الوتکو ځغاست لیکې په واورو پوښلې وې چې ډېرو مجربو پیلوټانو ته هم د الوتکو کینول او جیګول څه ناڅه ستونزمن وي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ د نیپال مرکز کتمندو ته نژدې له بنګله دېش څخه یوه الوتلې الوتکه لویدلې وه چې ۵۱ تنه په کې مړه شوي‌ او ۲۲ نور سخت ژوبل شوي وو.

په ۱۹۹۲ کې یوه پاکستانۍ الوتکه هم د کتمندو هوايي ډګر کې د الوتکې په مهال لویدلې وه او ۱۶۷ تنه په کې مړه شوي ‌وو.

همدغه راز په ۲۰۱۹ کې د الوتکې د غورځېدو په یوه پېښه کې اووه تنه مړه شول چې د نیپال د سیاحت وزیر رابېندرا ادهیکار هم پ کې و.

دا په داسې حال کې ده چې نیپال همدغه میاشت د «بهایراهوا» په نامه دویم لوی نړیوال هوايی ډګر پرانیست، چې د بودا د ټاټوبي ته د اسیا د بودايي زیارت کوونکو سفر اسان شي. په دغه هوايي ډګر باندې ۷۶ میلیون ډالر لګېدلي‌دي.

XS
SM
MD
LG