د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس معیاري فابریکه پرانیستل کېږي


د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې د جلغوزیو د پروسس یوه لویه معیاري فابریکه پرانیستل کیږي، دغه فابریکه په نړیوالو معیارونو د جلغوزو پروسس کوي او ویل ګیږي چې د سیمې هېوادونو کې ساری نه لري.

یاده فابریکه د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د یوه افغان سوداګر په پانګه اچوونې جوړه او ماشینونه یې له اروپا پېرودل شوي دي.

افغانستان په یوه کال کې د ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زرو ټنو پورې د جلغوزو د تولید وړتیا لري.
افغانستان په یوه کال کې د ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زرو ټنو پورې د جلغوزو د تولید وړتیا لري.

دغه فابریکه په اته ساعتونو کې ۱۲ ټنه د جلغوزیو مغز، او په یاد وخت کې ۶۰ ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کولی شي.

  • معیاري کار

د فابریکې چارواکي وايي، د دوی پروسس شوي جلغوزي به په معیاري ډول صادرولو ته چمتو وي.

په دې فابریکې کې جلغوزې هم د پوستکي سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.
په دې فابریکې کې جلغوزې هم د پوستکي سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.

شېر علي ځدراڼ د یادې فابریکې مسؤل امریکا غږ ته ویل: " افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې جلغوزي په لاس سپینېږي چې لاسي پروسس کولی شي د جلغوزو کاروونکو ته صحي ستونزې رامنځته کړي. خو زموږ فابریکې کې جلغوزې د ماشینونو په واسطه لومړی پرېمینځل کیږي بیا وچیږي، له هغه وروسته سپینیږي او له بسته بندۍ مخکې، ضد عفوني کیږي."

په دې فابریکې کې جلغوزي هم د پوستکي سره او هم یې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.

افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د جغلوزیو صادرول پیل کړي دي.
افغانستان د هوايي دهلېز له لارې د جغلوزیو صادرول پیل کړي دي.

افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس ځينې نورې وړې فابریکې هم شته.

  • افغانستان ته د جلغوزیو ارزښت

د افغانستان خلکو او دولت ته چې اقتصادي سیستم یې مالي ملاتړ ته اړتیا لري، د وچو مېوو او په خاصه توګه د جلغوزيو پروسس او صادرول اقتصادي ارزښت لري.

د وچې مېوې سوداګر وايي چې پخوا به د افغانستان مېوې په ټیټه بیه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېدلې، هلته پروسس او په لوړه بیه نړیوالو مارکیټونو ته د هغوی په نامه صادرېدلې، خو د نوموړې فابریکې چارواکي وايي نن ورځ د دغه سوداګرۍ د ګټې لویه مادي او معنوي برخه افغانستان ته رسیږي.

له دې هغه خوا د افغانستان د حکومت چارواکي د جلغوزو صادراتو ته خوښ ښکاري.

خان ولي خان بشرمل د چارو د ادارې مرستیال په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "غیر رسمي ارقام ښيي که د افغانستان جلغوزي هېواد کې پروسس او صادر شي شااو خوا ۱،۲ میلیارډه ډالره د حکومت بودیجې کې زیاتوالی راوستلی شي."

افغانستان په یوه کال کې د ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زرو ټنو پورې د جلغوزیو د تولید وړتیا لري چې د دغه فابریکه نشي کولی په یوازې توګه دغه جلغوزي پروسس کړي.

افغانستان د هوايي دهلېز له لارې هم د جغلوزیو صادرول پیل کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په لړم میاشتې کې د کابل او چین تر منځ د جلغوزیو د صادراتو هوايي دهلېز پرانيست چې تر اوسه یې د زرو ټنو نه ډېرې جلغوزي صادر کړي دي.

چارواکي وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د چابهار له لارې هم د جلغوزیو صارداتو ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG