د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: د جرمونو نړیواله محکمه دې د طالبانو د جنایتونو پلټنه وکړي


تخار کې د معترضو ښځو غونډه
تخار کې د معترضو ښځو غونډه

د تخار د ښځو د خوځښت یو شمیر غړو په یو سر تړلي ځای کې په یوې غونډې کې د طالبانو د کړنو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په چلند انتقاد کړی او د جزا د نړیوالې محکمې څخه یې غوښتي، چې د دغې ډلې د کړنوپه اړه پلټنې وکړي.

د معترضو ښځو دغه خوځښت د یکشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۵( تلې۲۳) د تخار او کندزپه ولایتونو کې په غونډو کې ادعا وکړه، چې د طالبانو زندانونه د "بې ګناه او بې دفاع کسانو" څخه ډک دي.

دغو معترضو ښځو په دې باندې په ټینګار سره چې د طالبانو حکومت باید د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ونه پيژندل شي او نه هم په هره بهانه دغې ډلې سره تعامل وشي وویل، چې طالبانو سره هرډول تعامل د تروریزم سره تعامل او د تروریستانو د رسمیت پیژندلو په معنی دی.

معترضو ښځو د خپلې غونډې په پریکړه لیک کې ویلي: "پوه هیوادوال، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارې باید د عدالت پلي کیدو په برخه کې همکاري وکړي چې په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه د افغانستان د بې دفاع وګړو پر وړاندې د طالبانو د بشریت ضد جنایتونه د خپل کار په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي...او د خپلو ترسره کړو جنایتونو پر وړاندې ځواب ویوونکي اوسي."

دغو معترضو ښځو د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د جنسیت پر بنسټ تعبیض په رسمیت وپیژني.

دوی د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو په چلند باندې هم انتقاد کړی او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د تشو شعارونو او اعلامیو د خپرولو پرځای دې په افغانستان د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض اود بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د افغان میرمنو څخه عملآ ملاتړ وکړي.

دغو ښځو د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې د شوې هوکړې د لغوه کیدو او هم افغانستان له طالبانو څخه د پاکولو غوښتني کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG