د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پر یوې ښځې د ډله ییز تېري بل تورن هم ونیول شو 


په پاکستان کې د جنسي تېري عاملانو ته د سختې سزا غوښتنه شوې ده
په پاکستان کې د جنسي تېري عاملانو ته د سختې سزا غوښتنه شوې ده

په پاکستان کې پولیسو پر یوې ښځې د جنسي ډله ییز تېري په تور یو بل کس هم ونیوه. دغې پېښې په پاکستان کې یو لړ مظاهرې پارولې وې.

د لاهور ښار پولیس وایي تېره میاشت په لاره کې د دغې ښځې موټر تیل خلاصوي، هغه موټر یوې خوا ته دروي، له خپلو ماشومانو سره یو ځای د موټر دروازې بندوي او‌ د لویې لارې پولیسو ته د مرستې لپاره زنګ وهي.

خو د پولیسو تر رسېدو مخکې یوه ډله خلک راځي،‌ د هغې د موټر شېشې ماتوي او د ماشومانو په وړاندې پرې ډله ییز جنسي تېری کوي.

پولیس چارواکي وایي چې په دې قضیې کې یې وار دمخه یو بل تورن نیولی دی او دویم یې هغه وخت ونیول شو چې له کورنۍ سره یې تماس ونیوه.

دواړه نیول شوي کسان په غلا، جنسي تیري او تروریزم تورن شوي چې د مرګ له سزا سره مخامخ دي.

په پاکستان،‌ هند او د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې دا ډول ځینې پېښې د دې لامل شوې چې پر ښځو او نجونو تېري کوونکو ته د «اشد مجازات» غوښتنه وشي.‌

د بنګله دېش حکومت په یوې تازه پرېکړې کې د جنسي تیري عاملانو ته د مرګ سزا منظوره کړه. تر دې مخکې بنګله دېش کې د جنسي تېري کوونکو سزا ابدي حبس و.

د پاکستان قانون جوړوونکو تېره میاشت یوه لایحه وړاندې کړه چې په اساس یې جنسي تېري کوونکي او د ماشومانو قاتلان باید په دار وځړول شي. خو د پاکستان صدراعظم عمران خان دا وړاندیز رد کړ.

عمران خان وايي ښايي په دې کار سره پاکستان په اروپايي‌ ټولنې کې خپل تجارتي او سوداګریز ځای له لاسه ورکړي. هغه وړاندیز وکړ چې جنسي تېري کوونکي دې په درملو خصي شي.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د جنسي تېري ضد یوې ډلې ویلي دي چې په سلو کې تر دریو کم جنسي تېري کوونکو ته سزا ورکول شوې ده.

XS
SM
MD
LG