د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په زرګونو ماشومانو جنسي تېري شوي


د ماشومانو د حقونو ځینې فعالان وايي د قانون نه تطبیق دا پېښې زیاتې کړي
د ماشومانو د حقونو ځینې فعالان وايي د قانون نه تطبیق دا پېښې زیاتې کړي

د پاکستان د بشري حقونو وزارت وايي په تېرو پنځو کلونو کې په نژدې ۱۸۰۰۰ ماشومانو جنسي تېري شوي دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ځېنې مدافعان وايي چې د دغه هېواد په قانون کې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته سخته سزا نه ده ټاکل شوې او ډېر کله همدغه کار د دغو پېښو د زیاتېدو لامل کیږي.

د دې تر ټولو وروستۍ پېښه تېره میاشت د خیبرپښتونخوا په مردان کې وشوه. پولیس وایي پر یوې څلور کلنې ماشومې جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده، تر دې مخکې یوه بله ورته پېښه هم شوې وه. د پولیسو په وینا تورن کسان نیول شوي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د بشري حقونو وزارت د پاکستان پارلمان ته پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه د چهارشنبې په ورځ (فبروري۱۴) خپل تازه راپور وسپاره. په راپور کې ویل شوي چې په تېرو پنځو کلونو کې په (۱۷۸۶۲) ماشومانو جنسي تېري شوی دي چې (۷۸۶۲) یې نجونې دي.

دا نه دي ویل شوي چې د دغو ماشومانو عمرونه څومره دي او دا پېښې ډېرې د پاکستان په کومو سیمو کې شوي دي.

ولې دا پېښې زیاتې دي

ښايي د دغو پېښو د ډېرېدو نور علتونه هم وي، خو ځیني قانون جوړونکي وایي چې د قانون نه تطبیق دا ډول پېښې زیاتې کړي دي.

د پاکستان د پارلمان غړې مسرت احمدزیب وايي په قانون کې د سختې سزا د نشتتوالي له کبله پر ماشومانو جنسي تېري ورځ تر بلې زیاتیږي.

د امریکا غږ ډيوې څانګې د پارلمان د غړې مسرت احمد زیب له خولې لیکلي دي چې که حکومت پر ماشومانو جنسي تيري کوونکو ته سخته سزا ورکړي، دا پېښې کمېدي شي.

مېرمن زیب تېرکال په دې اړه پارلمان ته یوه مسوده هم سپارلې وه چې ونه منل شوه، دا مهال د موجوده قانون له مخې ځیني تېري کوونکي په اوو کالونو بند محکوم شوي دي، خو مېرمن زیب وايي که دا موده په عمري قید او یا اعدام بدل شي، بیا به څوک په ماشومانو د جنسي تېري جرات ونکړي.

ځینې فعالان دا نیوکه هم کوي چې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د جنسي تيریو څخه د بچ کېدو او تښتېدو لارې چارې نه ښودل کیږي او هغوی ته معلومات نه ورکول کیږی چې ډېر کله په اسانۍ سره د تېري کونکو لاسونو ته ورځي.

XS
SM
MD
LG