د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د لوهانسک پر یو روغتون د اوکراین په راکټي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) اوکرایني ځواکونه د شرقي لوهانسک په سیمه کې پر یو روغتون په برید تورن کړل چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اوکرایني ځواکونو د شنبې په سهار په عمدي توګه نووایدار ښار د امریکا ساخت د HIMARS په راکټي سیستم وویشت.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې ۱۴ ناروغان او د روغتون کارکوونکي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

راپورونه وایي چې دغه روغتون د څو میاشتې راهیسې د سیمې خلکو او نظامي پرسونل ته صحي خدمات وړاندې کول.

د روسیې د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې" پر یو فعال غیر نظامي طبي مرکز په عمدي توګه راکټي برید، بې له شکه د کیف د رژیم له خوا یو ستر جنایت دی."

اوکرایني چارواکو که څه هم تر اوسه د روسیې د دفاع وزارت ددې تور په اړه تبصره نده کړې خو د اوکراین سیمه یزو چارواکو نن شنبې جنوري ۲۸ وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او څه باندې لس نور ټپیان شوي دي.

د دونڅک سیمې والي باولو کریلینکو په ټولنیزه رسنۍ ویلي چې روسیي ځواکونو د استوګڼې پر یوې سیمې برید کړی چې له امله یې یوه څلور پوړیزه ودانۍ، یو هوټل او د ملکي کسانو موټرونو ته زیان رسیدلی دی.

د اوکراین پر ملکي تاسیساتو برید

تر دې وړاندې به تل د اوکراین پر تاسیساتو د روسیې د بریدونو خبر ورکول کیده. د ډسمبر په ۱۶ (لیندۍ ۲۵) د روسیې د میزایلو په بریدونو کې د هغه هیواد په لویو ښارونو کې د اوبو رسولو شبکې له کاره ولویدلي او بریښنا پداسې حال کې پرې شوه چې د تودوخې درجه د سانتیګراد په کچه صفر څخه ښکته وه.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي په ټویټر لیکلي وو چې د روسیې په بریدونو کې د اوکراین د برېښنا ۳۰ سلنه سټیشنونه ویجاړ شوي دي.

د HIMARS په نامه لیرې واټن ویشتونکی سیار راکټي سیستم چې امریکا جوړ کړی کولی شي په یو وخت کې څو رهبري شوي او دقیق ویشتونکي توغندي وتوغوي. دغه سیستم کولی شي تر ۸۰ کیلومترو پورې هدف په نښه کړي.

نظامي کارپوهان وایي د HIMARS راکټي سیستم کولی شي د ورته روسي سیستم په پرتله هدف یوڅه په ښه توګه په نښه کړي، په دې منعي چې اوکرایني پوځیان کولی شي د روسي ځواکونو راکټي او توپخانه یي دستګاوي به نښه کړي خو په دې نه توانیږي چې مسکو په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG