د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي اوکراین کې به د امریکا ټانکونه هم وسوځوي


د روسیې جمهوري ریاست د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل د ابرامس په نامه هغه محاربوي ټانکونه چې د امریکا له خوا کیف ته ورکول کیږي، په اوکراین کې به وسوځي.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمتري پسکوف وویل ددغو ټانکونو برابرول به د پېسو بیځایه مصرف وي. هغه زیاته کړه چې دا طرحه به د ټکنالوژۍ له پلوه هم امریکا ته له ناورین ډکه وي.

د کرملین ویاند وویل دا سم فکر ندی چې ګواکې د ټانکونو مهیا کیدل به د اوکراین د پوځ قوت ډیر کړي. دغه روسي چارواکي زیاته کړه چې دا ټانکونه هم د نورو ټانکونو په څیر د سوځیدو وړتیا لري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن چهار شنبې په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال وویل چې اوکراین باید د جګړې په ډګر کې د روسیې د تکتیکونو او ستراتیژۍ په وړاندې د مقابلې وړتیا ولري.

هغه زیاته کړه: " اوکراین پایه داره وړتیا ته ضرورت لري څو په اوږده مهال کې د روسیې د پرخاشګریو مخه ونیسي او "په وړاندې یې له ځانه" دفاع وکړي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نن چهار شنبې جنوري ۲۵ د ابرامس ټانکونو د استولو په اړه د بایډن له "قوي پریکړې" مننه وکړه. نوموړي پر یو ټویټ لیکلي دا د "بریا په طرف یو مهم ګام دی."

متحدو ایالتونو نن اعلان وکړ چې د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې په هدف اوکراین ته د ابرامس په نامه ۳۱ ټانکونه ورکوي. له دې مخکې جرمني هم له اوکراین سره د ټانکونو د مرستې ژمنه کړې وه.

کیف د څو میاشتو راهیسې د غربي ټانکونو د ترلاسه کیدو غوښتنه کوله څو وکړای شي د روسیې په وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د زیلینسکي د دفتر رئیس اندري یرماک وویل:" دا یوه تاریخي ورځ ده، هغه ورځ چې زموږ راتلونکې بریا به وټاکي."

نوموړي د امریکا له ولسمشر او کانګرس څخه ددغو نظامي مرستو د تصویب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اوکراینیان به دا مرستې هیرې نکړي.

XS
SM
MD
LG