د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی


د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

د تخار د والي ویاند هجرت الله اکبري وايي چې نن سهار وختي په ځايي وخت ۳:۳۰ بجې دغه لیسې ته د نامعلومو کسانو له خوا اور اچول شوی دی. هغه وايي چې د دغې لیسې یو منزل ودانۍ بشپړه سوځیدلې او د لیسې ټول اسناد په کې سوځیدلي دي.

ښاغلی اکبري وايي چې: «لیسې ته د اور اچولو نه وروسته اطفایه رسیدلې او د اور لمبې یې خاموش کړي دي او د اطفايې له رارسیدو سره د دغې لیسې نورې برخې له سوځیدو ساتل شوي دي.»

د ابوعثمان تالقاني لیسه د دغه ښار له لومړنیو لیسو څخه شمیرل کیږي چې د دغه ښار لپاره تاریخي حیثیت لري.

د تخار د پولیسو ویاند اسیر خلیل وايي چې د ابوعثمان تالقاني لیسې اور اخیستی، تر اوسه یې علت نه دی معلوم، خو د خلکو د وینا له مخې نامعلومو کسانو ورته اور اچولی دی.

هغه زیاتوي چې د لیسې د ټولګیو ۱۰ خونې کمپیوټرونه او اسناد سوځیدلي دي.

اسیر زیاتوي چې دوي د پولیسو، معارف او کشفي ارګانونو له خوا ګډ هیئت سیمې ته تللی او تحقیقات پيل شوي دي.

د ابوعثمان تالقاني په لیسه کې په زرګونو زده کوونکي په څو بیلا بیلو وختونو کې زده کړې کوي، څه موده وړاندې هم د تخار د ښار په یوه څنډه کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG