د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر سوریې د توغندیو برید کړی


د ایران بالیستیک میزایل
د ایران بالیستیک میزایل

د ایران ځواکونه وایي چې د اهواز په ښار کې پر پوځي رسم گذشت باندې د برید په ځواب کې د سوریې په ختیځ کې د سخت دریځو پر مورچلو باندې بالیستیک میزایل توغولي دي.

دا په تیرې یوه میاشت کې دویم ځل دی چې ایران د سوریې ختیځه برخه په بالاستیک توغندیو ولي.

د رپوټونو له مخې دغه توغندي کولی شي چې په سیمه کې د امریکا نظامي اډې او په سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو کې خپل اهداف وولي. د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي تور لګولی و چې په پوځي رسم ګذشت باندې برید کې همدغو دوه هیوادونو {سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو} لاس درلود، خو هغوي دواړو پدې بریدونو کې لاس لرل رد کړیدي.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي دي چې امریکا، اسرائیل او د السعود کورنۍ به د دغو توغندیو غږونه واوري.

په راپور کې ویل شوي چې پدې برید کې وسله وال وژل شوي او ټپي شوي، خو نور جزیات یې په اړه ورکړل شوي نه دي. د ایران دولتي تلویزیون ځینې تصویرونه او ګرافیک خپاره کړي او ادعا کوي چې دا د سوریې په ختیځ کې په ابو کمال ښار باندې د ایران د توغول شویو توغندیو دي.

د ابو کمال ښار د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د وفادارو قواو په لاس کې دی خو بیا هم د داعش یو شمیر سخت دریځه چې د عراق په موصل او د سوریې په رقه کې له ماتې وروسته دغه ښار ته تللي دي، یو لړ بریدونه کوي.

په سوریه کې د داعش پر مورچلو باندې د سپاه پاسداران برید د اهواز د حملې د عاملینو په هکله شک او تردید رامنځ ته کوي. د سپتمبر په ٢٢ د اهواز په برید کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او ٦٠ تنه ټپیان شوي وو.

ایراني مقاماتو لومړی د الاهوازیه په نوم یوه عربي جدایي غوښتونکې ډله پدې برید تورنه کړې وه. که څه هم چې همدې ډلې د برید مسؤلین منلی و د اسلامي دولت ډلې یا داعش هم ادعا کړې وه چې برید د دوی جنگیالیو کړی دی.

ایرامي پوځیانو تیره میاشت په عراق کې د ایراني جدایي غوښتونکو کردانو یوه اډه په بالیستیکي میزایلو ویشتلې وه چې په کې ١١ تنه وژل شوي او ٥٠ تنه نور ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG