د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی- چارواکي 


د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

په پاکستان کې چارواکي وایي د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د پوځ په یو کاروان ځانمرګی برید شوی چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چې ځانمرګي نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) د «سرګردان» په نامه د پوځ یوې پوستې ته نژدې د پوځ په کاروان ځان الوځولی دی.

په شمالي وزیرستان کې د پولیسو یو مشر فرحان خان امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي چې وژل شوی کس عام وګړی دی او په ژوبل شویو کسانو کې هم څلور پوځیان دي او نور یې د هغه په خبره ولسي خلک دي.

ښاغلي فرحان ویلي دي چې ژوبل شوي کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي. په سیمه کې ځینو خبریالانو ویلي دي چې په برید کې نهه پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي چې د ځینو حالت یې ښه نه دی.

تر دې دمه چا د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

دا برید داسې مهال کېږي چې څه موده مخکې پاکستاني طالبانو له اسلام اباد سره د سولې تړون لغوه اعلان کړ او د دغه هېواد د پوځ په ضد یې د بریدونو خبرداری ورکړ. پاکستاني طالبانو په یوې اعلامیې کې له خپلو جنګیالیو غوښتي وو چې هر ځای کې یې وس کېږي، په امنیتي ځواکونو برید وکړي.

څو میاشتې مخکې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی و.

XS
SM
MD
LG