د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیسو په کاروان ځانمرګي برید کې 'لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي '


د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له امله د پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ځانمرګی برید نن د چهارشنبې په سهار نومبر ۳۰ (لېندۍ نهمه) د کوټې ښار د «بللي» په سیمه کې د پاکستاني پولیسو د ګزمې پر موټریز کاروان شوی دی.

د عبدالحق په نوم یوه پولیس چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شوو کسانو یو پاکستانی پولیس، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ځانمرګي برید کې د ۱۵ پاکستاني پولیسو په ګډون ۳۰ تنه نور کسان ټپيان شوي دي. په ټولیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې تر چاودنې وروسته د پاکستاني پولیسو د ګزمې لارۍ موټر یوې کندې ته لوېدلی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تر چاودنې وروسته د پيښې ځای محاصره کړی او ټپي شوي کسان د کوټې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخه د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت (TTP) یا تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه کیږي چې تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خپل اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ،(TTP) د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته خپلو وسله والو ته پر پاکستاني پولیسو د درندو بریدونو امر وکړ.

د بلوچستان ایالتي وزیر عبدالقدوس بزنجزو دغه برید غندلی او ویلي دي چې عاملین به یې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG