د لاس رسي وړ اتصالات

په ۱۳ نجونو جنسي تېری؛ د اندونیزیا یو ښوونکی په مرګ محکوم شو 


هیري ویرواوان په مرګ محکوم شوی
هیري ویرواوان په مرګ محکوم شوی

په اندونیزیا کې محکمې د یوې مدرسې هغه ښوونکی د مرګ په سزا محکوم کړ چې په ۱۳ نجونو باندې په جنسي تېري تورن و.

شپږ دېرش کلن هیري ویراوان د اسلامي زده کړو د یو ښوونځي [مدرسه]، چې لیلیه یې هم لرله، ښوونکی و. ده چې په کومو کم عمره نجونو جنسي تېري کړي دي،‌ اته یې میندوارې او حاملې شوې وې.

محکمې په فبرورۍ کې ده ته د ټول عمر بند سزا ورکړې وه او قضیه یې هم په اندونیزیا کې په ملي کچه مشهوره شوې وه، خو څارنوالانو چې د هغه د «خصي کولو» او مرګ سزا غوښتنه کوله، د محکې دا پرېکړه ونه منله.

د اندونیزیا د جاوا ایالت په لویدیځ‌ کې د «بنډنګ» د عالي محکمې په ویبسایټ کې لیکل شوي دي‌:« موږ د څارنوالانو اعتراض ومانه او له همدې کبله مدعي علیه [ښوونکي] ته د مرګ سزا ورکوو.»

د محکوم یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په خپله محکوم د پرېکړې د اعلان په وخت په محکمه کې نه و.

اندونیزیا له څو کلونو راهېسې د اعدام سزا نه ده عملي کړې او په وروستي‌ ځل یې په ۲۰۱۶ کې یو محکوم اعدام کړی و.

دا قضیه هغه وخت رادبره شوه چې د مدرسې د یوې زده کوونکې کورنۍ پولیسو ته شکایت وکړ چې ښوونکي ویراوان د هغه په ماشومې لور جنسي تېری کړی او هغه یې حامله کړې ده.

وروسته معلومه شوه چې په شاوخوا پنځو کلونو کې ښوونکي ویراوان په ۱۳ نجونو جنسي تېري کړي چې اکثریت یې د غریبو کورنیو دي.

د یوې نجلۍ د کورنۍ غړي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دي چې ښاغلي ویراوان ته د مرګ د سزا ورکول له قرباني شویو نجونو سره عدف او انصاف دی. د یوې نجلۍ تره هدمات ویلي دي‌ چې په لومړي سر کې یې دغه ښوونکي ته د عمر سزا او د هغه خصي کول غوښتل چې ټول عمر د خپل جرم سزا وګالي «خو اوس فکر کوو چې هغه ته د مرګ سزا عدالت» دی.

له دغې قضیې وروسته د اندونیزیا په پارلمان باندې فشارونه زیات شوي دي چې د جنسي زور زیاتي او خشونت د ختمولو او محوه کولو په اړه سند دې ژر تر ژره تصویب کړي.

د راپورونو په اساس تېرکال د اندونیزیا د ماشومانو د خوندیتوب کمېسیون کې په ماشومانو د جنسي‌ تېري ۱۸ پېښې ثبتې شوي چې ۱۴ یې په مدرسو کې وې.

په اندونیزیا کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ مدرسې شته چې نژدې پنځه میلیون زده کوونکي هم په کې درسونه وايي ‌هم په کې شپې کوي.

XS
SM
MD
LG