د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا: کابل کې مو د سفارت بیا پرانیستل د طالبانو د رسمي پېژندلو مانا نلري


د اندونیزیا بیرغ
د اندونیزیا بیرغ

د اندونیزیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا-اقیانوس او افریقا د برخې مسئول عبدالکبیر جیلاني وايي‌ چې هېواد یې هڅه کوي‌ په کابل کې بیا خپل دپلوماتیک فعالیت پیل کړي.

ښاغلي‌ جیلاني وویل: «زموږ هدف دا دی چې تر هر څه مخکې له ښځو سره د مرستو تر څنګ د بشري مرستو، بورسونو، علمي او نورو کارونو کې رغنده کار وکړو.»

دغه دپلومات وویل چې په کابل کې د اندونیزیا د سفارت بیا پرانیستل کېدل د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او هېواد یې د همه شمول حکومت د جوړولو، بشري‌ حقونو ته د درناوي او د تروریزم سره د مبارزې په برخو کې د طالبانو پابندي ارزوي.

په همدې حال کې د طالبانو دحکومت دویاند مرستیال احمدالله وثیق نن چهارشنبه ډسمبراتمه (لېندۍ۱۷) وویل چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې ډیر ژر به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "موږ د اندونیزیا د حکومت د دې ګام هرکلی کو، دا اقدام به د دواړو هیوادونو د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي."

تر دې مخکې د فرانسې سفارت هم ویلي وو چې څو اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دپلوماتیک ماموریت د پیلولو په هڅه کې دي.

تیره میاشت طالبانو وویل چې سعودي عربستان هم غواړي چې په افغانستان کې خپلې قونسلي چارې پیل کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي‌ چې متحده عربي امارات هم غواړي خپل سفارت بیرته پرانیزي.

پهافغانستان د طالبانو له تسلط وروسته ګڼو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا وتړل او یا یې قطر ته انتقال کړل.

خو طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ټولو هیوادونو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې بیرته کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

چین، پاکستان، ایران، ترکیه، قطر او روسیه هغه هیوادونه دي چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یې هم خپل سفارتونه ونه تړل.

XS
SM
MD
LG