د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا او د کورمې د مشرانو جرګه


عکس: ارشیف - د کورمې قبائیلي سیمه
عکس: ارشیف - د کورمې قبائیلي سیمه

د بره کورمې او پکتیا مشرانو د مۍ میاشتې پر ۲۳ (جوزا دریمه) نېټه د ګېوۍ په سیمه کې یوه جرګه رابللې وه چې د ځایي مشرانو په وینا جرګې پر ډیورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د بیا بیا نښتو د مخنیوي لپاره یوه جرګه ګۍ وټاکله.

ځايي مشرانو امریکا غږ ته ویلي چې د دواړو غاړو د مشرانو په استازیتوب یې یوه ۳۰ کسیزه کمېټه ګومارلې چې پر ډیورنډ کرښه د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

خو د چارو شنونکي وايي، د دوو هېوادونو ترمینځ د کشالې او ستونزې هوارول د ولسي جرګو نه بلکې د حکومتونو کار دی.

پدې جرګه کې یو ګډون کوونکي مشر جلال حسین امریکا غږ ته وویل، چې د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمینځ وخت په وخت د جګړو له امله به د خرلڅۍ لار هم وتړل شي چې له وجې يې ولسونو ته ډېرې ستونزې جوړیږي.

جلال حسین وویل، ”مشران سره کېناستل چې په سیمه کې د امنیت ساتلو لپاره خپل کردار ادا کړي، او په ناسته کې مو د دواړو غاړو یوه ۳۰ کسیزه کمېټه اعلان کړه. موږ غواړو چې لارې هم خلاصې وي او له دواړو خواوو ډزبندي وي. “

هغه وویل چې د قامي مشرانو له دې جرګې وروسته د خرلڅي پر صفري نکته د دواړو غاړو پوځي چارواکو هم یوه ناسته وکړه او په ډزبندۍ سلا شول نو اوس به وخت په وخت د دې کمېټۍ غونډې کېږي او د امن په لار کې ولاړ خنډونه به له مېنځه وړي.

د خوست د ځاځي میدان یو اوسېدونکي محمد ناصر ناصري امریکا غږ ته وویل، دوی له ډېر وخته غواړي چې په سیمه کې يې امنیت وي او سوداګري خلاصه وي نو اوس چې کومه جرګه وشوه باید چې د قامي مشرانو جرګه په ریاستي کچه وپېژندل شي او دواړو خواوي ډز بندي باوري کړي. نوموړي دې جرګې ته خوشبیني وښودله چې د سیمې په امنیت کې به خپله ونډه ادا کړي.

خو د کورمې یو مدني فعال پټان عبدالخالق امریکا غږ ته وویل، ”دا ناستي ښه خبره ده خو دا به تش په نامه د امن جرګه وي، هغه ځکه چې جرګې د پښتنو خپلمینځۍ شخړې هواروي خو دا ستونزه د ریاستونو ترمینځ ده، نو د ولسي جرګو د لارې ریاستي ستونزې هوارول به لږه ګرانه وي. باید چې دواړه خواوي په ریاستي کچه د امنیت لپاره کار وکړي او د ځايي ولسونو ترڅنګ د سوداګرو ستونزې هوارې کړل شي او دا ضروري هم ده چې د ګاونډي هېوادونو ترمینځ اړیکې ښې وي او تګ راتګ زیات وي او د قبایلي ولس د امن او روزګار خیال وساتل شي. “

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکی شمیم شاهد پدې هکله امریکا غږ ته وویل، ”زما په فکر په تېرو وختونو کې هم د پاکستان او افغانستان ترمینځ جګړې شوې دي، خو هغه بیا د جرګو یا خبرو اترو له لارې هوارې کړل شوي دي، خو هغه وخت اړیکې د اوس غوندې دومره خرابې نه وې، د هغې لویه وجه دا ده چې اوس په دې کې د ریاستي ادارو لاسوهنه ده او د ریاستي ادارو مقصد روښانه نه دی نو ځکه په دې پولو دا پېښې کېږي او داسې ښکاري چې په دې پلمه پاکستان په افغانستان خپل لوړوالې ثابتول غواړي نو زه وایم که دا ستونزې قبایلو ته پرېښودل شي نو د جرګو له لارې ډېرې شخړې هوارېدلی شي. “

د روانې مۍ میاشتې پر پینځلسمه نېټه د پکتیا او کورمې سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمینځ جګړه شوې وه چې د پاکستاني مقاماتو د ادعا له مخې په کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو، خو افغان طالبانو هم د خپلو څلورو عسکرو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

له دې وړاندې د روان کال د مارچ په ۱۸ هم د پکتیا او کورمې ترمنځ په خرلڅۍ او بوړکي سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمینځ نښتې شوې وې او په هغه مهال هم د مارچ تر ۲۳ پورې دغه د خرلڅۍ لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG