د لاس رسي وړ اتصالات

فدرالي قاضي: ټرمپ واک نلري چارواکي له استماعیه غونډو معاف کړي


دیموکراتان د جګپوړو امریکايي چارواکو په شهادت ورکولو ټینګار کوي
دیموکراتان د جګپوړو امریکايي چارواکو په شهادت ورکولو ټینګار کوي

فدرالي قاضي ویلي جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ دا قدرت نلري چې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ سلاکار ډانلډ مګین او یا هم نور اوسني او پخواني چارواکي د استازو مجلس د شهادت ورکولو له غونډو معاف کړي.

کیتانجي براون جکسن د دوشنبې ناوخته حکم وکړ د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار دانلډ مګین باید د ولسمشر ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو په لړ کې د استازو مجلس غوښتنې سره سم د شهادت لپاره حاضر شي.

د ټرمپ حکومت پلان لري چې ددې حکم په مقابل کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د مګین وکیل ویلي موکل یې کولای شي د استازو مجلس غوښتنه ومني او استماعیه غونډې ته ورشي ، مگر دا چې که محکمه دغه درخواست په موقتی ډول ترهغه وخت پورې معطل کړي چې په استیناف غوښتنه حکم وشي.

دیموکراتان د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح په مسله کې ددغو چارواکو شهادت ډیر مهم بولي.

یوشمیر نورو چارواکو چې د شهادت ورکولو له رسمي غوښتنې سره مقاومت کړی، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت پخوانی مشاور جان بولټن او سپینې ماڼۍ سرپرست ادارې رئیس مایک مولویني دي.

XS
SM
MD
LG