د لاس رسي وړ اتصالات

جان بولټن: د شخصي ټویټر حساب مې د سپینې ماڼۍ له کنټروله وویست


د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې د استعفا ورکولو راهیسې سپیمې ماڼۍ د هغه د ټویټر شخصي حساب په پخل کنترول کې ساتلی و.

ښاغلي بولټن دغه څرگندونې د جمعې په ورځ نومبر ٢٢ په خپل ټویټر لیکلي دي.

بوگلټن لیکلي: "اوس مې خپل ټویټر حساب چې د ملي امنیت د سلاکار په توگه له اسعفا وروسته په غیر مسؤلانه توگه تړل شوی و، بیرته ازاد کړ."

هغه زیاته کړه: "سپینې ماڼۍ (له استعفا وروسته) هیڅکله هم زما شخصي حساب ماته بیرته رانکړ. د ټویټر (له شرکت) نه د خپلو معیارونو د مراعت کولو او دا چې زما د حساب کنترول یې بریته ماته راکړ، منندوی یم".

ښاغلي بولټن پدې هکله چې سپینې ماڼۍ څنگه شخصي ټویټر ته د هغه لاسرسی قطع کړی و جزییات ندي ورکړي، خو ویلي یې دي: "ایا دا اقدام پدې خاطر وشو نشي چې څه ووایم".

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي مقام د رویترز اژانس ته وویل چې د ښاغلي بولټن د ټویټر شخصي حساب نه و تړل شوی او نه هم سپیمه ماڼۍ "د دې ډول اقدام له امکاناتو نه برخورداره ده".

تر اوسه د ټویټر شرکت پدې اړه نظر ندی څرگند کړی.

ښاغلی بولټن مجازي فضا ته پداسې حال کې بیرته راگرځي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حساسو سیاسي شرایطو سره مخامخ دی. د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د ښاغلي ټرمپ د استیضاح لپاره علني غونډې پیلوي او د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار نوم د هغو کسانو په ډله کې یادیږي چې ښایي د استازو د مجلس په وړاندې د ښاغلي ټرمپ او د اوکراین د جمهور رئیس د اړیکو په اړه چې څه پوهیږي، څرگندونې وکړي.

خو ښاغلي بولټن تر اوسه د کانگرس د غړو په وړاندې د حاضریدو په اړه خپل تصمیم ندی په ډاگه کړی.

XS
SM
MD
LG