د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو په بغداد کې د کتایب حزب الله یو قومندان وژلی


د سیمې خلک وايي چې دا یو خونړی هوایي برید و
د سیمې خلک وايي چې دا یو خونړی هوایي برید و

د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ اومه (سلواغه۱۸) وویل چې ځواکونو یې په یو هوايي برید کې په بغداد کې د ایران د ملاتړې ډلې کتایب حزب الله یو قومندان وژلی دی.

د معلوماتو په اساس، دغه قومندان په سیمه کې د امریکا په ځواکونو باندې د بریدونو مسئولیت لره. د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې دا برید د دریو امریکايي عسکرو د وژلو غچ اخیستل دي. امریکایی ځواکونه وايي چې په برید کې د ولسي تلفاتو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي، چې د بغداد په لویې لارې کې یو موټر په لمبو کې سوځي.

د امریکايي ځواکونو په اعلامیې کې راغلي دي چې د خپلو خلکو د ساتلو لپاره به په مسلسل ډول لازم اقدامات کوي او له هغو خلکو سره به حساب کوي، چې د امریکايي ځواکونو خوندیتوب ګواښي.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه وايي چې د اکتوبر له میاشتې راهېسې پرې ۱۶۵ بریدونه شوي ‌دي ‌چې ۶۶ په عراق، ۹۸ یې په سوریې او نور یې په اردن کې شوي دي. په عراق کې د «مقاومت ډلې» د اکثریت بریدونو مسئولیت منلی دی.

امریکا په عراق او سوریې کې په دغو ډلو باندې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، چې تر دې دمه تقریبآ ۱۷۰ بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې یې درې ځایونه په عراق او څلور نور په سوریې کې وېشتل شوي. د متحدو ایالتونو د تازه ارزونې په اساس، څه باندې ۸۰ هدفونه په نښه شوي، چې د میزایلو د توغولو، استخباراتو او د بې پیلوټه الوتکو د الوځولو مرکزونه او تاسیسات په کې شامل دي.

امریکايي مقامات دا د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل بولي، خو عراق د دغو بریدونو په اړه تند غبرګون ښودلی دی. بغداد د متحدو ایالتونو شارژدافیر احضار کړی چې د بریدونو په اړه ورته اعتراض وکړي.

داسې ادعا هم کېږي، چې په دغو بریدونو کې د عراق حکومت د امنیتي ځواکونو ځینې برخې هم په نښه شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې عراق ته په دې اړه خبرداری ورکړل شوی نه دی او باید د امریکا بریدونه ناڅاپي ونه ګڼل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال پاټ رایډر د دوشنبې په ورځ وویل چې داسې پلان نه لري چې په عراق او سوریې کې د ډېر وخت لپاره عملیات وکړي، خو د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل یې «بشپړ شوي نه» دي.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ امریکایي عسکر دېره دي چې د داعش په خلاف جګړې کې د هغه هېواد امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بغداد او واشنګټن د امریکايي ځواکونو د موجودیت د کموالي په اړه خبرې پیل کړې او چارواکي وايي دا خبرې هم روانې دي چې دا رابطه د داعش سره د مبارزې د ماموریت څخه یوې دودیز پوځي روابطې ته بدل شي.

په همدې حال کې حوثي یاغیانو د امریکا له خبرداري سره سره په سرې بحیرې کې خپل بریدونه روان ساتلي دي. د امریکا مرکزي قومنداني وايي چې تېره ورځ د حوثي یاغیانو په برید کې یوه کښتۍ لږه زیانمنه شوه، خو په برید کې د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG