د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د اسرائیل په بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي او اووه کسان ټپیان شوي دي- رپوټ


پر سوریې د اسرائیل دغه برید پداسې وخت کې ترسره کیږي، چې امریکا هم تیره اوونۍ په عراق او سوریې کې د ایران په ملاتړو ډلو او ملېشو بریدونه وکړل. عکس- ارشیف
پر سوریې د اسرائیل دغه برید پداسې وخت کې ترسره کیږي، چې امریکا هم تیره اوونۍ په عراق او سوریې کې د ایران په ملاتړو ډلو او ملېشو بریدونه وکړل. عکس- ارشیف

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ اوومه (سلواغۍ ۱۸مه) وویل چې د سوریې په حمص ولایت کې د اسرائیل د بریدونو له امله د دریو ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د سوريې د دفاع وزارت هم د دغو بريدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په یادو بريدونو کې يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي، خو د مرګ ژوبلېکره شمېره يې نده په ډاګه کړې.

په بريتانيا کې میشت د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې د اسرائيل په دغو بريدونو کې د درېيو ملکيانو په ګډون پنځه کسان؛ يوه ښځه، يو ماشوم او يونارينه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

د بشري حقونو د څار دغه سازمان همدارنګه ویلي، دا برید د حمص ښار په حمرا سیمه کې پر یوې ودانۍ شوی او د دغه سازمان په وینا، تر اوسه د دوو وژل شویوکسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا د سوریې دولتي ټلویزیون داسې تصویرونه خپاره کړي، چې د ژغورنې ډله د یوې نړېدلې ودانۍ لاندې د لټون په حال کې ښیي.

تر دې مخکې د سوریې دولتي ټلویزیون خبر ورکړی و چې د حمص ولایت په مرکزي سیمو کې د "اسرائیل" لخوا برید شوی دی.

پر سوریې د اسرائیل دغه برید وخت کې ترسره کیږي، چې امریکا هم تیره اوونۍ په عراق او سوریې کې پر ایراني پلوه ملېشو بریدونه وکړل. دغه غچ اخیستونکيبریدونه په اردن کې میشتو امریکايي ځواکونو باندې د مرګوني بریدونو په ځواب کې شوي دي.

همداراز په اردن کې په میشتو امریکايي ځواکونو باندې له بریدونو وروسته، امریکا او بریتانیا د یمن د حوثي یاغیانو پر مرکزونو نور هوايي بریدونه کړي دي.

همدارنګه اسرائیل هم تیره اوونۍ دوه ځله په سوریې کې یو لړ اهدافو باندې هوايي بریدونه وکړل. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، د جمعې پهورځ د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د پلازمینې دمشق په جنوب کې درې تنه ایراني پلوه جنګیالي ووژل شول. ایراني رسنیو هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ایراند 'سپاه پاسداران انقلاب' یو سلاکار هم وژل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې همداراز ویلي دي، چې د تیرې دوشنبې په ورځ د اسرائیل په بریدونو کې د ایراني پلوه جنګیالیو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

د سوریې د کورنۍ جګړې له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې اسرائیل په دغه هېواد کې په سلګونو هوايي بریدونه کړي او په ډېرو مواردو کې یې د ایران پلوه ځواکونو او د سوریې د پوځ مرچلې په نښه کړي دي. یاده دې وي چې د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پيل وروسته دغو بريدونو زور اخيستی دی.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خونړیو او وژونکو جګړو کې ښکېله ده. په دې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د دغه هېواد په میلیونونو خلک یا لهخپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG