د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په خپله خاوره به د امریکا برید ته له ځواب ورکولو درېغ ونکړو


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

ایران د دوشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) وویل چې پر خپله خاوره د متحده ایالاتو د بریدونو په صورت کې به د ځواب له ورکولو "درېغ ونه کړي."

ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې سپینې ماڼۍ دا و نه ویل چې د ایران پر خاوره یې د برید احتمال رد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا به په خپلو ځوابي اقداماتو کې، په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو باندې فشار زیات کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات به په مستقیم ډول پر ایران د برید احتمال رد کړي، سلیوان ان بي سي تلویزیون ته وویل: "دا به زما لپاره عاقلانه نه وي چې د هغه څه په اړه وغږیږم چې موږ کوم څه تائید کوو او کوم څه رد کوو."

سلیوان زیاته کړه: "که [ایران] متحده ایالاتو ته مستقیم ځواب ووایي، دوی به زموږ د چټک او ځواکمن غبرګون سره مخامخ شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ، د سلیوان د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "[د ایران] اسلامی جمهوریت ثابته کړې ده چې تل یې خپل امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د هر ډول ګواښ په وړاندې قاطع غبرګون ښودلی دی."

کنعاني په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، ایران به په خپله خاوره کې د هر ډول بریدونو د ځوابولو لپاره "د خپلو وړتیاو له کارولو څخه ډډه ونکړي."

هغه بیا ټینګار وکړ چې ایران "په سیمه کې د تاوتریخوالي او کړکیچ د زیاتولو هڅه نه کوي."

په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس د جګړې له پیل راهیسې زیات شوی، چې په عراق، سوریه، یمن او لبنان کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې پکې ښکیل شوي دي.

د امریکا پوځ وايي، د یکشنبې په ورځ یې په یمن کې د پنځو توغندیو پر موقعیتونو هوايي بریدونه کړي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د امریکا او بریتانیې ځواکونو په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړل.

دا په سمندر کې پر بیړیو د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې د یاغیانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیې د ګډو عملیاتو دریم پړاو و.

حوثي یاغیان وايي چې په سور سمندرګي کې د دوی بریدونه د غزې په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره دي.

د امریکا پوځ د جمعې او شنبې په شپه په سوریه او عراق کې پر یو لړ هدفونو وروسته له هغه بریدونه وکړل، چې د جنوري په ۲۸مه په اردن کې پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې درې امریکايي پوځیان ووژل شول.

ایران په یمن، سوریه او عراق کې بریدونه غندلي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اردن کې د برید پړه پر "ایران پلوه اورپکو ډلو" واچوله، خو ویې ویل چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې په لټه کې نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG