د لاس رسي وړ اتصالات

بلخی ماشوم عبدالروف له دوو کالو برمته کیدو وروسته آزاد شو


په بلخ کې د انسان تښتونکو له منګلو ازاد شوی ماشوم د طالبانو د استخباراتو د رئیس عبدالحق وثیق سره.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د عبدالروف په نوم لس کلن بلخی ماشوم له نږدې دوو کلونو وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

دغه بلخی ماشوم د ۱۳۹۹ کال لړم میاشت کې له خپل کور څخه ښوونځي ته پر لار د انسان توښتونکو لخوا وتښتول شوی وو.

ذبیح الله مجاهد نن شنبه اپرېل ۲۳ (غوايي دریمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه ماشوم نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په مزارشریف ښار کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په یادو مراسمو کې د بلخ د سیمه ییزو چارواکو سربیره د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و.

ښاغلي مجاهد د دغه ماشوم د خلاصولو د عملیاتو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي. خو د طالبانو د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز ویلي چې دغه بلخي ماشوم د «یولړ پېچلو عملیاتو» په نتیجه کې ازاد شوی دی.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه ماشوم د چا لخوا تښتول شوی و.

تر دې مخکې د عبدالروف پلار ویلي چې انسان تښوونکو د هغه د زوی د خوشي کولو په بدل کې له نوموړي څخه د یونیم میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

د عبدالروف د اختطاف پېښې له امله د بلخ ولایت اوسېدونکو او د نوموړي دوستانو پراخ اعتراضونه وکړل او د نوموړي د خوشي کولو لپاره یې د بلخ ولایت مقام مخته د تحصن خېمه وهلې وه، هغوی همدارنګه په بلخ کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د دفتر مخته په راټولېدو سره د تښتول شوي ماشوم د قضیې په اړه د جدي څېړنو غوښتنه هم کړې وه.

د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي چارواکو د عبدالروف په نوم تښتول شوي ماشوم د خلاصولو په هدف څو ځله د عملیاتو خبر ورکړی و، خو د هغوی په خبره چې پخواني امنیتي چارواکي د هغه په خلاصولو نه و توانېدلي.

XS
SM
MD
LG