د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي یاد


د پښتون ملتپاله مشر، عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) ۴٦ تلین د یوې غټې غونډې په ترڅ کې په کوټه ښار کې ولمانځل شو.

په دغې غونډې کې چې د کوټې په هاکي میدان کې وشوه، د جمعیت علما اسلام مشر او د خان شهید زوی محمودخان اڅکزی ګډون درلود۔ دواړو مشرانو غونډې ته د وینا پر مهال د عبدالصمد خان اڅکزی په ژوند او د پاکستان په اوسنۍ حالاتو خبرې وکړې.

خان شهید د شلمې پیړۍ د جمهوریت مفکر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ ایښودونکی و. هغه په ١٩٧٣ کې، د ډېسمبر پر ٢مه نیټه په خپل کور د لاسي بم په برید کې وژل شوی و او قاتل یې تر اوسه پورې نه دی نیول شوی.

محمودخان اڅکزي پخپلې وینا کې وویل چې څلویښت کاله راهیسې په افغانستان کې جګړه روانه ده او نن هم د افغان قوم وینه تویولو پریکړې کیږي. هغه زیاته کړه د افغانستان په جګړه کې د نړۍ ګڼو هیوادونو برخه اخیستې او خپل رول یې لوبولی.

محمود خان اڅکزي وویل چې د پاکستان قانون، پوځ ته په سیاست کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي خو په واقعیت کې دلته د پوځ د ډیرو لاسوهنو له لاسه د عادي خلکو امنیت خوندي نه دی.

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن غونډې ته د وینا پر مهال ددوي حزب له خوا جوړو شویو مظاهرو ته په اشارې وویل چېې مونږ به د تیرو مشرانو په څیر په خپلې خپلواکۍ کومه معامله ونکړو او زیاته یې کړه چې اوسنی پارلمان په هیڅ توګه د خلکو استازیتوب نه شي کولی.

وینا کوونکو په خپلو خبرو کې خان شهید نه یوازې د جمهوریت پلوي وباله بلکې د دوي په خبره، هغه د بیان د آزادۍ لپاره هم ډیر مهم رول لوبولی و.

XS
SM
MD
LG