د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله په جلا ډول د لوړې مراسم تر سره کړل


د افغانستان د سترې محکمې مشر قاضي القضات محمد یوسف حلیم نن دوشنبه «کب۱۹مه» محمد اشرف غني ته د افغانستان د ولسمشر په توګه سوګند ورکړ.

محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه د سوګند له تر سره کولو وروسته خپلو دوو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته هم سوګند ورکړ.

د ښاغلي غني او د هغه د مرستیالانو تر سوګند ادا کولو وروسته ولسمشر غني پخپل لومړي فرمان کې محمد یوسف غضنفر په اقتصادي چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د ټاکنو بهیر نور پای ته رسېدلی او تر دوو اونیو پورې به خپله کابینه اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه چې سبا به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه یو فرمان هم صادر کړي.

هغه وویل چې د یادو بندیانو خوشي کول د افغانستان په امنیت پوري تړلي چې په وینا یې باید دا تضمین تر لاسه شي چې تر خوشي کولو وروسته یې امنیت ته ګواښ نه پېښږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو او د پاکستان، چین، جرمني او کاناډا د سفیرانو په ګډون د یو شمېر نورو بهرنیو هیوادونو استازي په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره ارګ ته رسېدلي دي.

بلخوا د ارګ په ګاونډ سپيدار ماڼۍ کې عبدالله عبدالله هم د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل.

عبدالله عبدالله ته د مولوي شهزاده شاهد لخوا سوګند ورکړل شو، تر هغه وروسته هغه خپلو مرستیالانو ته هم سوګند ورکړ.

په همدې حال کې د کابل په ښار یو شمېر توغندي توغول شوي دي او لا یې په اړه ډېر معلومات نه شته.

XS
SM
MD
LG