د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: هڅه کوو چې د نورو هیوادونو ستونزې په افغانستان اغیز ونکړي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي افغان حکومت هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې ستونزې د افغانستان په حالاتو باندې ناوړه اغیزه ونکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان ټاکنو ته په اشارې وویل چې په اسلام آباد کې وضعیت هغه وخت د افغانستان پر حالاتو مثبته اغیزه کولای شي چې د پاکستان ملکي حکومت او پوځیان هغو ورانکارو ته د مرستو د رسولو بهیر ختم کړي چې په افغانستان کې ناامني جوړوي.

عبدالله عبدالله د امریکا غږ له خبریال محمد احمدي سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د افغانستان د جگړې لویه برخه د طالبانو سره ده که چېرې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله وشي نو افغان حکومت ته به زمینه برابره شي چې د داعش په گډون نورو وسلوالو ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.

د عبدالله عبدالله سره د امریکا غږ مرکه دلته اوریدلی شئ.

XS
SM
MD
LG