د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سیمې هېوادونه دې تروریزم سره په مبارزې بیا کتنه وکړي


اجرائیه رئیس نن د جمعې په ورځ د حزب وحدت اسلامي د پخواني مشر د تلین یوې غونډې ته وینا کوله.
اجرائیه رئیس نن د جمعې په ورځ د حزب وحدت اسلامي د پخواني مشر د تلین یوې غونډې ته وینا کوله.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د سیمې هیوادونه دې د تروریزم سره د خپلې مبارزې په اړه بیا له سره کتنه وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې هر هغه هیواد چې د ښو او بدو تروریستي ډلو ترمنځ توپیر وکړي او یا یې کوي او یوه ډله د خپلوملي ګټو د اهدافو د پلي کیدو په لاره کې د یوې وسیلې په توګه ګڼي او د بلې سره مقابله کوي د دې هیڅ امکان نشته چې دا کار دې ترسره شي.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل "د سیمې هیوادونه د تروریزم، افراطیت او تاوتریخوالي د ګواښ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې ته اړتیا لري چې بیا له سره پرې یوه اساسي کتنه وکړي، که په تیرو کلونو کې یوه تجربه ولرو او له هغې څخه انکار ترسره شي او امکان یې نشته چې تر سره شي هغه دا دی چې تروریستي ډلې د هیڅ ملت او هیواد مشروع ګټو په لاره کې قدم نه ږدي ".

اجرائیه رئیس عبدالله نن د جمعې په ورځ د کابل په لودیځ کېد افغان حکومت د یو شمیر چارواکو او د پخوانیو مجاهدینو د څوتنو مشرانو سره د افغانستان د اسلامي وحدت د ګوند د پخواني مشر استاد عبدالعلي مزاري دوویشتم تلین په مناسبتیوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغان حکومت د هیڅ تروریستي ډلې څخه ملاتړ نه کوي.

د مزاري د دویشتم تلین په مناسبت دې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني اود جمهوررئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پیغامونه استولي وو.

جمهوررئیس غني په خپل پیغام کې د هزارجات په سیمه کې د انکشافي پروژو د پلي کولو ژمنه کړې وه او جنرال دوستم په خپل پیغام کې چې د هغه د دفتر د رئیس عنایت الله بابر فرهمند له خوا ولوستل شو د خبرو له لارې د افغانستان روانې لانجې ته د حل په موندلو ټینګار شوی وو.

جنرال دوستم هیله ښودلې چې مخالف وسله وال به په دې پوه شوي وي چې د جګړې له لارې څه نه شي ترلاسه کیدلی او ښه خبره د سولې بهیر سره پرته د مخکینیو شرطو یوځای کیدل دي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق بیا له افغان حکومت څخه د افغانستان د مرکزي ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې د بدلون غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل چې که د ملي یووالي د هزارجات لپاره نور درې ولایتونه نه شي منظورولی نو لږ ترلږ دې پنځلس یا شپاړس نوې ولسوالۍ او د دغې سیمې د امنیت لپاره نوي پوځي تشکیلات منظور کړي.

ښاغلي محقق وویل "درې ولایتونه لا پاتې دي دا زما دعوه لا همداسې پاتې ده، که څه هم زه د جناب جمهوررئیس صاحب د پاملرنې له امله چې په پیغام کې یې هم څرګند کړی وو او جناب اجرائیه رئیس صاحب هم وویل د بیارغونې پروژې هزارجات ته تللي دي د هرات څخه چې مرکزي ولایتونو ته کومه لاره ۱۵۰ کیلو متره لاره ده تړون یې لاسلیک شو د شمال او جنوب د دهلیز تر بامیانه تړون یې وشو دوشي او بامیان ترمنځ ۱۷۰ کیلو متره سړک تړون د لاسلیک په درشل کې دی، د ۲۲۰ کیلو واټه بریښنا مزي د غځیدلو په حال کې دي د درې سوه میګاواټو په ظرفیت تړونونه یې پای ته رسیدلو په حال کي دي او د جاغوري قرباغ سرک او د ولایتونو ترمنځ ټوله سړکونو باندې کار روان دی خو دا د خلکو د حقونو یوه برخه ده په جمهوررئیس او اجرائیه رئیس باندې غږ کوم چې دا خبرې زمونږ د خلکو قناعت نه شي حاصلولی".

اجرائیه رئیس د غونډې برخه والو سره وعده وکړه چې بل کال ته به د استاد مزاري پر نوم یو نښان هم جوړ شي.

استاد عبدالعلي مزاري ۲۲ کاله وړاندې کله چې د کابل جنوبي او لودیځي برخې د طالبانو لاس ته ورغلې، د طالبانو له خوا ونیول شو او کله چې طالبانو هغه په یو هلیکوپټر کې له کابل څخه کندهار ته استوه هلیکوپټر په لاره کې غزني سره راپریوته چې د هلیکوپټر له راپریوتو وروسته استاد مزاري د طالبانو له بند څخه د تیښتې هڅه وکړه چې د طالبانو د اتساد مزاري د ساتوونکو ترمنځ په نښته کې هغه او ملګري یې ووژل شو.

د حزب وحدت اسلامي ګوند هرکال د هغه تلین لمانځي.

XS
SM
MD
LG