د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: دوحې ته د دښمنۍ ختمولو لپاره تللي وو


په قطر کې بین الافغاني مذاکرات روان دي
په قطر کې بین الافغاني مذاکرات روان دي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي دوحې ته د دښمنې ختمولو په هدف تللی و.

عبدالله عبدالله د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللی و.

عبدالله عبدالله نن جمعه سپټمبر۱۸(وږې۲۸) په کابل کې د «جمعیت اسلامي» ګوند او سولې عالي شورا د پخواني وژل شوي مشر برهان الدین رباني د نهم تلین مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې هره ورځ له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنه وژل کیږي.

نوموړي زیات کړه: "دوحې ته د ښمنۍ ختمولو لپاره تللي و، هغه ځمکه چې هره ورځ له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنه پکي شهیدان کیږي، له دې طرف او یا هم له هغه بل طرف نه، که چیري موږ وغواړو چې دغه وضعیت دوام ولري، دا د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي."

هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پیلېدل د افغانستان د خلکو لپاره یو فرصت وباله.

عبدالله عبدالله وویل که ځینې کسان فکر کوي چې د جګړې لپاره یو فرصت پیدا کیږي، په وینا یې دا د محاسبې اشتباه ده چې د خدای او خلکو په وړاندې به مسؤل وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکيو ټېمونو ترمنځ بین الافغاني خبرې د تیرې شنبې په ورځ پرانیستل شوې، تر دا مهاله د دواړلو لوریو څو مخامخ عمومي غونډې کړي دي.

د کابل په یادو مراسمو ته د سولې د عالي شورا د پخواني وژل شوي مشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني وویل چې د سولې خبرو کې باید د هر ډلې استازي شتون ولري او په وینا یې که داسې نه وي، سوله به «ناقصه» وي او ډير دوام به ونه لري.

خو د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدلله وویل چې له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی ټیم د افغانانو پراخ ملاتړ له ځان سره لري.

ښاغلي عبدالله وویل چې افغان مرکچي پلاوی د افغانانو د تیرو کلونو له لاسته راوړنو څخه دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG