د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: مذاکراتو ته پاک نیت سره راغلي یو؛ ملا برادر: هڅه کوو خبرې مثبته نتیجه ورکړي


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبري ټولو ګډونوالو یو تاریخي فرصت وباله
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبري ټولو ګډونوالو یو تاریخي فرصت وباله

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پرانستې غونډه نن شنبه سپتمبر۱۲ (وږي۲۲) د قطر مرکز دوحه کې پیل شوه.

د بین الافغاني مذاکراتو دا غونډه د قطر د بهرنیو چارو د وزیر الشیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په ويناء سره پیل شوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن ورځ د افغانستان د خلکو لپاره «تاریخي او مهمه» وبلله او زیاته یې کړه چې دا د ویاړ ځای دی چې هیواد د بین الافغاني خبرو کوربتوب کوي.

د نوموړي تر خبرو وروسته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبداله عبدالله د پرانیستې مراسمو کې وویل هیله مند دی چې د یادو مذاکراتو په پیلېدو سره «په افغانستان کې د جنګ، ځورېدو او بدبختۍ دروازه» وتړل شي او د سولې دروازه خلاصه شي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت پلاوی بین الافغاني مذاکراتو ته په هیواد کې دڅلوېښت کلنې جګړې او وینې توییدو د مخنیوي او سولې ته د رسېدو لپاره له پاک نیت سره قطر ته راغلی دی.

هغه دغه ورځ د افغانستان د خلکو لپاره یوه تاریخي، مهمه او برخلیک ټاکونکې وبلله او ټينګار یې وکړ چې به دغه مرحله کې باید له رامنځته شوي استثنايي فرصت څخه د سولې لپاره ښه ګټه پورته شي.

نوموړي وویل: " له سولې څخه د خلکو مشروع غوښتنه او هدف دادی چې د سیاسي لارې باید په افغانستان جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي... باور لرو چې د دوو وروڼو په څېر خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، یو بل ته لاسونه ورکړو او افغانستان له روانو ستونزو وژغورو."

هغه وویل چې د افغانستان حکومت په هیواد کې د بشر دوستانه اوربند ټینګېدو د اعلان غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو په ژوند کې بېلابېل تغیرات راغلي چې «بیرته تیر ته ګرځېدل دمنلو نه دي».

عبدالله عبدالله وویل چې د دې هیلو خلاف په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی او ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د طالبانو استازو ته په اشاره وویل:"راشئ چې نن ورځ اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا فرصت له لاسه ولاړ شي او جګړه پراخه شي."

عبدالله عبدالله وویل چې روانه جګړه ګټونکی نه لري، خو زیاته یې کړه چې د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هیڅ بایلونکی نه لري.

نوموړي د امریکا په ګډون له ګڼو هیوادونو مننه وکړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو برخه کې مرسته کړې ده.

د ملا برادر وینا

تر عبدالله عبدالله وروسته د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم پخپلې وینا کې وویل چې خپل نهايي کوښښ به وکړي چې د سولې نننۍ پيل شوي خبرې مثبته نتیجه ورکړي.

ملا برادر وویل: "د افغانستان اسلامي امارت خپل ځوريدلي او مجاهد ملت ته ډاډ ورکوي چې د مذاکراتو په جريان کې به کوشش کوي تر څو خپل مسلمان او مجاهد ملت ته د سولې آرامۍ او سوکاله ژوند لپاره زمينه برابره کړي."

ښاغلي برادر له دواړو لورو څخه وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو پرمهال د اسلام مقدس دین او د افغانستان ګټې په نظر کې ونیسي او زیاته یې کړه چې دې هدف ته رسېدل باید د ډلو ټپلو او اشخاصو د شخصي ګټو قرباني نشي.

هغه وویل چې دوی د یو اسلامي نظام لرونکي خپلواک، ازاد او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.

د مایک پمپیو وینا

د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستې په نننۍ غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پخپلې وینا کې وویل چې دغه شېبې ته تر سختو کارونو وروسته رسېدلي او پر دواړو لورو یې غږ وکړ چې له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او د یو بل احترام وکړی.

ښاغلي پمپیو وویل چې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره سخت کار او قربانۍ ته اړتیا ده.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان باید یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو په مرکز بدل نشي.

تر پمپیو وروسته د چین، ناروې، ترکمنستان، اندونیزیا، ازبکستان، ترکیې، پاکستان، هند، هسپانیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان مشرد ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په انلاین ډول دغه غونډې ته د وینا پر مهال د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل یوه تاریخي ورځ وبلله.

دوی همدارنګه زیاته کړه چې ننني پیل شوې بین الافغاني خبرې به ستونزمنې وي،خو دوی له دواړو لورو وغوښتل چې په خبرو کې د زغم نه کار واخلي.

د یادو هیوادونو او سازمانونو استازو همدارنګه په افغانستان کې د اوربند پر ټينګېدو او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو پر مخ وړلو باندې ټینګار وکړ.

دا د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پرانیستې لومړۍ ورځ وه چې وروسته به د یادو لورو ترمنځ خبرې پیل شي.

دا چې یادې خبرې به څو ورځې یا وخت په برکې ونیسي لا معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG