د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل کېدو ته نړیوال غبرګونونه


د سولې خبرې نن په دوحه کې پیل شولې.
د سولې خبرې نن په دوحه کې پیل شولې.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې نن د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي۲۲) پیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیودا خبرې په "ریښتیني توګه کامیابې"بللې او په حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې د دې فرصت څخه دې ګټه واخلي.

ښاغلي پمپیو وویل: "په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې به د شک پرته د ډیرو ستونزو سره مخ شو. " خو ښاغلی پمپیو وویل چې " تاسو یوازې د افغانستان د اوسني نسل لپاره نه بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره کار کوی."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې بیا په ټولو ډلو غږ کړی چې د سولې پدې خبرو کې دې میرمنو، قربانیانو، اقلیتونو او ټولو ډلو ته برخه ورکړي. وزیرې اني اریکسن سوراید وویل چې ټولو ډلو ته برخه ورکول د تل پاتې سولې لپاره مهمه ده.

د افغانستان د سولې په مذاکراتي ټیم کې څلور میرمنې شته خو د طالبانو په هیئت کې هیڅ میرمن نشته.

بل پلو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مۍ د میاشتې پورې د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو مهالوېش په خپل حال دی خو زیاته کړې یې ده چې ددې کار نه وړاندې باید هر اړخیز اوربند وشي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي واشنګټن به د داسې افغان دولت ملاتړ ونکړي چې د میرمنو د حقونو په شمول د نړیوالو ارزښتونو سره برابر نه وي.

د ترکمنستان، اندونیزیا، ازبکستان، ترکیې، پاکستان، هند، هسپانیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان مشرد ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیل په ورځ په انلاین ډول ویناوې وکړې او دی یې د افغانانو تر منځتاریخي ورځ وبلله.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولو هغو لاسته راوړنو ساتنه دې وشي چې په تیرو شلو کالونو کې په ډیرو قربانیو تر لاسه شوي. نوموړي وویل: "افغانان او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي."

د ناټو سازمان مشر همدرانګه په خپلو خبرو کې وویل چې ناټو به د افغانستان سره ولاړه وي چې یقیني کړي "دا هیواد هیڅکله بیا د تروریستانو لپاره د پټېدو په خوندي ځای بدل نشي. "

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د سولې د خبرو پیل په افغانستان کې د سولې لپاره یو مهم فرصت وباله. ښاغلي ګوتریش د افغان ولس زغم او زړه ورتیا وستایله.

غونډې ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرهمنیام جیشنکر هم وینا وکړه. ښاغلي شنکر ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مالکیت، رهبرۍ او د افغانانو په کنټرول کې وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سولې په پروسې کې باید د افغانستان د ارضي تمامیت او ملي خودمختاریت درناوي وشي او د دموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړ وشي.

اروپایي اتحادیې هم په دوحه کې د سولې د خبرو پيل تاریخي فرصت بللی او د ټولو اړخونو نه یې غوښتي چې د هر ډول ځنډ پرته دې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي.

د اروپایي اتحادیې په اعلامیې کې ویل شوي چې افغان ولس د دوامدارې، عادلانه او داسې سولې حق لري چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي.

پاکستان هم د سولې د خبرو د پیل هرکلی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په غونډه کې په آنلاین ډول برخه اخیستې وه او پخپلو خپرو کې یې وویل چې د " با ثباته، متعهد او سوله ایز افغانستان غوښتونکی دی."

د مهال ویش له مخې ټاکل شوې وه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د سولې د خبرو د پیل په غونډه کې وینا وکړي، خو هغه وینا ونکړله.

XS
SM
MD
LG