د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله له پمپیو سره پر یو لړ مسائلو ټلیفوني خبرې کړي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره یې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په ګډون یو شمېر نورو مسائلو باندې ټلیفوني خبرې کړي دي.

اجرائیه ریاست په یوې اعلامې کې ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ یادې خبرې پرون ناوخته د ډیسمبر پر ۲مه«لېندۍ۱۱» تر سره شوي دي.

په بیان کې راغلي: "دواړو لورو په دغه ټلیفوني خبرو کې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر، سولې خبرو او د ولسمشریزو ټاکنو اړوند مسائلو په اړه نظرونه شریک کړل."

د دغه ټلیفوني خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

اجرائیه رئیس عبداالله عبدالله پر داسې مهال له مایک پمپیو سره ټلیفوني خبري کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اونۍ افغانستان ته نا اعلان شوی سفر تر سره کړ.

ښاغلي ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی بللی او هم یې ویلي، چې هلته یې له یو شمېر خلکو سره ښه لیدنې لرلې.

نوموړی په مشخص ډول له ولسمشر غني سره له لیدنې خوښ برېښېده.

هغه وویل:"هغه عالي و، غني سره ملاقات ډېر عالي و."

ولسمشر ټرمپ په بګرام کې له ولسمشر غني او نورو امریکايي پوځيانو سره ولیدل.

XS
SM
MD
LG