د لاس رسي وړ اتصالات

ضرور نه ده د عسکرو کمول د سولې موافقې سره تړاو ولري- اسپر


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر احتمالي راکمول «اړینه نه ده» چې له طالبانو سره د سولې له هوکړي سره تړاو ولري.

مارک اسپر په لندن کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون مخکې پرون دوشنبه د «ډیسمبر پر ۲مه»له رویټرز خبري اژانس سره مرکه ویلي، چې ممکن په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر د سولې له روانو خبرو سره له تړاو پرته راکم شي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اونۍ افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر پرمهال په دغه هېواد کې د امریکايي سرتېرو د احتمالي کمولو خبر ورکړ او همدارنګه یې وویل، چې طالبان به هم اوربند ته حاضر شي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي و، چې د ښکېلو اړخونو لخوا د اوربند مراعتول به په افغانستان کې د تاوتریخوالې له راکمولو سره مرسته وکړي.

مارک اسپر زیاته کړې، چې امریکا له څه وخت راپدېخوا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې:"زه باور لرم، چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي."

ښاغلي اسپر د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا له افغانستان څخه امریکايي سرتېرو احتمالي وتل له طالبانو سره د سولې خبرو له «فشار» سره تړاو لري؟ هغه ویلي: "نه هېڅ کله نه" نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳زره امریکايي سرتېري مېشت، چې د ماموریت عمده برخه یې افغان سرتېرو ته سلا مشورې او روزنه ورکول دي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې کېدایشي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

XS
SM
MD
LG