د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ټرمپ له سفر وروسته بیا مذاکراتو ته د طالبانو چمتووالی


افغانستان ته د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له سفر یوه ورځ وروسته طالبانو د جمعې په ورځ نومبر ٢٩ د امریکا سره د سولې د خبرو بیا پیل کولو ته تیاری ښودلی.

دا کابل ته د جمهور رئیس په توگه له ټاکل کیدو وروسته د ښاغلي ټرمپ لومړنی سفر دی. ښاغلي ټرمپ په بگرام کې په خپله وینا کې وویل چې طالبان د امریکا سره موافقې او د اوربند ټینگیدو ته تیار دي.

د ښاغلي ټرمپ دغه سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو بیا پیل کیدو ته خوشبیني زیاته کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ وویل: "طالبان غواړي، چې هوکړې ته ورسیږي او مونږ ورسره ملاقاتونه کوو او مونږ ورته وایو، چې اوربند مراعات شي او هغوی اوربند نه غواړي، خو اوس هغوی غواړي، چې اوربند وکړي".

طالب چارواکو هم د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ددې ډلې غړيو د تیرې اونۍ راهیسې تر اوسه په دوحه کې د امریکایي پلاوي سره لیدنې کتنې کړې دي. هغوی ویلي چې د امریکا سره رسمي خبرې به ژر بیا پیل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد، د جمعې په ورځ نومبر ٢٩ وویل چې هغوی "د خبرو بیا پیل کولو ته تیار دي".

هغه د رویټرز ته وویل: "زمونږ (طالبانو) دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. که د سولې خبرې پیل شي، د هماغه نقطې به پیل شي چې دریدلې وې".

ښاغلي ټرمپ د طالبانو سره مذاکرات د سپتمبر په میاشت کې په کابل کې د برید وروسته ودرول چې په کې د یو امریکایي سرتیري په شمول ١٢ کسان ووژل شول.

د طالبانو د ډلې یو لوړپوړي غړي د نوم د نه ذکر کولو په شرط د رویټرز اژانس ته وویل: "هیله من یو چې افغانستان ته د ټرمپ سفر به دا ثابته کړي چې هغه د مذاکراتو بیا پیل کولو ته جدي دی".

اوسمهال په افغانستان کې ١٣ زره امریکایي او په زرگونو ناټو سرتیري میشت دي.

ښاغلي ټرمپ د بگرام په هوایي اډه کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شتون راکموي، خو پدې هکله یې زیات جزییات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG