د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د مذاکراتو لپاره شرط ایښودل سولې ته نه ژمنتیا ښيي


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د تاوتریخوالي کمولو په اړه هر ګام به د سولې خبرو د بهیر او مرګ ژوبلې د پای ته رسولو په برخه کې مثبت تاثیر ولري.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د (سلواغې پر ۱۴مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د «بین الافغاني» خبرو د پیلېدو لپاره شرط نه لري او زیاتوي چې په دې اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره غږېدلی دی.

خو ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د مذاکراتو په جریان کې به د خلکو غوښتنې تعقیب کړي "زه یو ځل بیا اعلان کوم چې د مذاکراتو پیلېدو لپار شرط نه لرو، خو د مذاکراتو په جریان کې یو ټول شموله پلاوی چې د افغانستان د اکثریت خلکو د غوښتونو استازیتوب به کوي خپل شرطونه او شرایط به ولري."

عبدالله عبدالله پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د «بین الافغاني» خبرو د پیلېدو لپاره د طالبانو لخوا د اوربند پر ټینګېدو باندې د خپل لومړني شرط په توګه ټینګار کړی دی.

ارګ د تاوتریخوالي کمېدو له طرحې سره د مخالفت په ښودلو سره هغه غیر عملي بللې او ټینګار کوي چې له د طالبانو لخوا د اوربند ټینګېدو پرته د سولې په اړه روانې هر ډول هڅې به نتیجه ور نه کړي.

خو ښاغلي عبدالله نن دوشنبه د «بین الافغاني» مذاکراتو پیلېدو لپاره شرط ایښودل د سولې خبرو ته نه ژمنتیا بللې ده.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال شنبه او یکشنبه له افغان چارواکو او افغان سیاسینو سره د لیدنو پر وخت ویلي چې د سولې خبرو لپاره یو هر اړخیز او ټول شموله پلاوی دې رامنځته شي او «بین الافغاني» خبرو ته دي چمتووالی ونیول شي.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون یکشنبه له افغان چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د لیدنو په پای کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او له طالبانو سره د یوې هوکړي په رامنځته کېدو په برخه کې د امریکا هڅې به «بین الافغاني» مذاکراتو او په دغه هیواد کې د ثبات ټېنګېدو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG