د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: که طالبان څه نظر لري باید خبرو ته حاضر شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، وسله والو طالبانو ته په اشاره وویل، چې د جګړې له لارې به هیڅ کله بریالي نشي.

ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ د «مرغومې پر ۶مه» د پخواني جهادي قوماندان عبدالمطلب بېګ د اتم لین په مناسبت غونډه کې وویل،که هغوی «طالبان» کوم خبره او یا هم کومه هیله لري باید د افغانستان د خلکو له استازو سره د سولې خبرو ته کښيني.

نوموړي زیاته کړه:

"په عین وخت د هغو لپاره چې د افغانستان د خلکو په وړاندې په جنګ کې دي یو پیغام هم لري، چې هغوی د جګړې له لارې هیڅ کله بریالي کېدای نشي، که کومه خبره لري، نظر لري، څه حرف لري او د افغانستان له خلکو سره په سوله کې د ژوند کولو هیله لري، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې هم غواړي، د دې لپاره لار موجوده ده او هغه خبرې دي د افغانستان د خلکو له استازو سره."

عبدالله عبدالله همدارنګه زیاته کړه، چې د جګړې د دوام له امله د سولې ټینګېدو زیات فرصتونه له لاسه وتلي چې د هغه په وینا هره ورځ ملکي خلکو ته تلفات اوړي چې «یو ملت ته هیڅ کله د منلو نه دي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې باید هېڅ ډول فرصت له لاسه ورنه کړل شي او نه هم په دې برخه کې غفلت وشي.

عبدالله وویل:"په دې برخه کې هڅې روانې دي، زه هیڅ شک نه لرم، چې د افغانستان اکثریت مطلق خلک سوله غواړي، او موږ هیڅ څوک دا حق نه لرو، چې غفلت وکړو، که چیری په دې برخه کې فرصت رامنځته کېږي باید ورڅخه استفاده وکړو، موږ خپله باید د سولې د ټینګښت لپاره فرصت رامنځته کړو."

دغه غونډې ته د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش هم وویل، چې حکومت سولې ته پوره اراده لري او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د حسن نیت په نوم یو لړ ګامونه هم پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG