د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:که طالبان پر سوله باور لري باید اوربند وکړي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، که طالبان د سولې پر بهیر باور لري باید پر اوربند موافقه وکړي.

نوموړي نن پنجشنبه په کابل کې د «سولې او امنیت» په اړه غونډې ته وویل، دا چې طالبان له یوې خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او له بل اړخه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي دا دوه کارونه په یوه وخت کې هیڅ امکان نه لري.

هغه وویل:"که طالبان فکر کوي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په زور سره قدرت ته رسېږي دا هیڅ امکان نه لري."

خو وايي، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو وخت رارسېدلی او دغه ډله باید له افغانانو سره خبرو ته حاضره شي.

هغه همدارنګه په کور دننه د سولې په اړه د یو واحد غږ پر رامنځته کېدو په ټینګار سره وویل، که چیري واحد غږ رامنځته نشي، حق نه لرو چې بل څوک ملامت کړو.

طالبانو تل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار او له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده.

عبدالله پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روانه میاشت په دوحې کې د قطر او جرمني په منځګړیتوب د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه تر سره شوه، چې د افغان چارواکو په وینا بله بین الافغاني غونډه هم په نژدې راتلونکې کې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG