د لاس رسي وړ اتصالات

پمپېو: افغانان د بی معنی تشدد د ختمیدو مستحق دي


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټر د افغانستان لپاره د خواخوږۍ او سولې ته د ژمنتیا یو پیغام خپور کړیدی چې پکې یې د کابل د برید په اړه ویلي افغانان د دغه ډول بی معني تشدد د ختمیدو مستحق دي.

ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر په خپور شوي دغه پیغام کې وایي چې ما تیره اونۍ د افغانستان د مشرتابه سره د ملاقات پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د سولې وخت رارسیدلی دی.

هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې سولې ته او د سولې لپاره کار کونکو سره مرستې ته ژمنه ده.

ښاغلي پمپېیو زیاته کړه: "پداسې حال کې چې په نړۍ کې ډیر څه روان دی، افغانستان د فکر نه وتل اسانه خبره ده، خو خلکو ته وایم چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا ولس افغانستان نه دی هیر کړی."

ښاغلي پمپیو د افغانستان د سولې په اړه د پروسې یادونه وکړه او ویې ویل چې امریکا کوښښ کوي چې افغان ټولې خواوې د سیاسي حل لپاره یوې موافقې ته سره ورسیږي.

هغه وویل چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره یې د ملاقات په وخت دغه خبره شویده چې سوله یې لومړیتوب دی او افغانستان به په اینده کې د نړیوالې ترهگرۍ لپاره استعمال نه شي.

پمپېو وویل: "نن مو په راتلونکې کې د افغانستان د امنیت او پرمختگ لپاره د یو پلان د لټولو په هدف ملاقاتونه کړیدي چې هلته د امنیت او پرمختگ لپاره دپلوماتیک حضور ولرو."

ښاغلي پمپېو د پیغام په اخیره کې په افغانستان کې د خپلو لاسته راوړونو خوندیتوب ته خپله ژمنه تکرار کړه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG