د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د 'ابراهیم موافقه' د اسراییل-فلسطین‌ کشالې د حل بدیل ندی 


د بحرین، مصر، اسرائیل، امریکا، مراکش، او متحده عربي اماراتو د هرنیو چارو وزیران په اسرائیل کې په یوه غونډه کې
د بحرین، مصر، اسرائیل، امریکا، مراکش، او متحده عربي اماراتو د هرنیو چارو وزیران په اسرائیل کې په یوه غونډه کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ابراهیم موافقې چې یو شمیر عربي هیوادونو هغه د اسرائیل سره د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره لاس لیک کړې، د اسرائیل او فلسطنیانو ترمنځ د کړکیچ د حل د پرمختګ بدیل ندی.

د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په میاشت کې متحده عربي اماراتو او بحرین په سپینه ماڼۍ کې د ابراهیم موافقه لاس لیک کړه، بیا سودان او مراکش د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوښت د اسرائیل سره اړیکې عادي کړې.

وروسته له هغه سعودي عربستان وویل په هغه صورت کې خپلې اړیکې د اسرائیل سره عادي کوي چې دا هیواد د فلسطینیانو سره سوله وکړي او ترکیې ویلي وو چې غواړي د اسرائیل سره ښه اړیکې ولري، خو د فلسطینیانو په وړاندې ددې هیواد سیاست د انقرې لپاره د منلو وړ ندی ګڼل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د مارچ په ۲۸ (وري ۸) په اسرائیل کې په یوه غونډه کې چې د متحده عربي اماراتو، مصر، مراکش او بحرین د بهرنیو چارو وزیران هم په کې وو وویل هغه لاسته راوړنې چې د ابراهیم موافقو رامنځته کړي نشي کیدای د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکیچ د حل لپاره یو بدیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره په کتنه کې یې د امریکا او فلسطینیانو ترمنځ د اړیکو په اهمیت یو ځل بیا ټینګار وکړ.

ښاغلي بلینکن همداشان لیکلي چې امریکا د دوو خپلواکو هیوادونو - اسراییل او فلسطین – د ایجادولو حل لارې او د فلسطینیانو د ژوندانه د کیفیت ښه کیدو ته ژمنه ده.

د جو بایډن اداره د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې په څیر د دوو خپلواکو هیوادونو - اسراییل او فلسطین – په حل لارې ټینګار کوي او هغه د سیمې د اوږدمهاله کړکیچ لپاره تر ټولو غوره حل لاره ګڼي.

XS
SM
MD
LG